د لغمان د مرکز مهترلام ښار اوسېدونکې وجیه هغه نجلۍ ده چې د عمر ۲۲م پسرلی یې زرغون شوی، خو سترګې یې کار نه کوي او تراوسه یې هېڅ نه‌دي لیدلي. د هغې دوه ورونه او دوه خویندې هم ړندې دي، خو یوازې دا د مهترلام ښار د نابینایانو په لېسه کې زده‌کړې کوي.

وجیه وايي، معلولیت ناتواني نه‌ده او دوی هم کولای شي د نورو وګړو په څېر زده‌کړې او کار وکړي. نوموړې زیاتوي: «ا.ا دې د نابینایانو لپاره د کار اسانتیاوې برابرې کړي؛ ځکه هغوی داسې نه‌ده چې نه‌شي یې کولای، بلکې په هره برخه کې خپل رول ادا کولای شي، که هغه کار وي که زده‌کړې یا د ژوند نورې برخې. موږ ته دې د مسلکي زده‌کړو اسانتیاوې برابرې کړي، څو د نورو د اوږو بار ونه ګرځېږو.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د هغې په خبره، پنځه کاله کېږي چې په یاده لېسه کې درس لولي او تراوسه یې برېل خط او حساب زده کړی دی. وجیه په ټولنه کې له معلولانو سره د خلکو له ناسم چلن څخه هم شکایت کوي او وايي:

«کله چې موږ درس ته نه راتلو، له خپل ژوند نه ډېر مایوسه وو. یو څوک چې سترګې یې څه نه ويني، څنګه به مایوسه نه وي؛ هر څوک پوهېږي چې ژوند یې خراب وي، خلک په ښه نوم ورته غږ نه کوي، ړنده او نور ناسم نومونه ورته اخلي.»

د لغمان د مرکز مهترلام ښار اوسېدونکې فوزیه بیا ۱۳ کلنه ده او په غوږونو څه نه اوري. هغه هم په مهترلام ښار کې د نابینایانو ښوونځي ته له تللو وروسته اوس په اشاروي ژبه پوهېږي او د تختې مخ ته نورو نجونو ته په اشاروي ژبه د استاد له‌خوا ورکړل شوی درس تکراروي.

فوزیې سلام‌وطندار ته ویلي: «موږ کور کې د بندو مرغانو په څېر وو، خو چې درس ته راغلوو، د ځان په څېر مو لسګونه نور ولیدل، زړه مو ډاډه شوو او اوس چې درس لولم، د ډېرې خوښۍ احساس کوم. زه دولسم پاس کوم بیا پوهنتون وایم؛ وروسته ډاکټره کېږم او بیا به د ناروغانو درملنه کوم.»

د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې د نابینایانو لېسې مسوولان وايي، معلولان، په ځانګړې توګه هغه معلولیت ‌لرونکي چې سترګې یې لید نه‌لري او په غوږونو څه نه اوري، د نورو ننګونو ترڅنګ، له سختو اقتصادي ستونرو سره هم مخامخ دي.

دوی له سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د معلولانو وضعیت ته پام واړوي او په بېلابېلو برخو کې ورسره مرستې وکړي.

په مهترلام ښار کې د نابینایانو لېسې مدیر صاحب‌خان سعیدوال سلام‌وطندار ته ویلي: «اقتصادي ستونزې دي چې د دوی کورنۍ ورسره مخامخ دي. که څه هم دا هغه ستونزه ده چې ټول افغانستان ورسره لاس او ګرېوان دی، خو معلولان تر نورو ډېرې اقتصادي ستونزې لري. له خیریه بنسټونو همدا غوښتنه لرم چې وضعیت ته یې ځانګړې پاملرنه وکړي؛ ځکه د روغو انسانانو په پرتله ورته دوی زیاته اړتیا لري.»

د هغه په وینا، په یاده لېسه کې د ۱۷ مسلکي استادانو له لوري ۱۸۴ نابینا او ناشنوا نجونو او هلکانو ته د زده‌کړو اسانتیاوې برابرې شوې دي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په ورته وخت کې د لغمان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو امر قاري برهان‌الدین هم مني چې په دغه ولایت کې معلولان تر نورو ډېر له ګڼو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخامخ دي، خو زیاتوي چې د حل لپاره یې هڅې کوي.

په لغمان کې ښځینه معلولانې د ا.ا له مسوولانو غواړي چې وضعیت ته یې پام ډېر او د مسلکي زده‌کړو او کار اسانتیاوې ورته برابرې کړي، پر ځان بسیا شي او په ټولنه کې د خپلې کورنۍ او نورو د اوږو بار نه‌شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام