د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر کابل کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیرې رافیلا یودیجي سره د لیدنې پرمهال ویلي، اسلامي امارت هیله لري چې ډېر ژر دې د دوحې درېیمې ناستې ژمني عملي شي.

ارګ نن چهارشنبه، زمري ۳۱مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې عبدالکبیر په دې لیدنه کې یو ځل بیا ویلي چې له افغانستان چا ته ګواښ نه‌دی پېښ او اسلامي امارت دریځ پر تعامل، متقابل احترام او همکاریو ولاړ دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ارګ پر اېکس‌پاڼه د عبدالکبیر له قوله لیکل شوي: « د اسلامي امارت دريځ په تعامل، متقابل احترام او همکاریو ولاړ دی او څرګنده یې کړه، چې اسلامي امارت له نړۍ سره پر کړو ژمنو عمل کړی او دا مهال د نشه یي توکو کښت صفر شوی، اداري فساد پایته رسیدلی، د روږدو کسانو درملنه دوام لري او له افغانستان څخه هیچا ته خطر متوجه نه دی.»

عبدالکبیر همداراز افغانستان کې د بشري مرستو برخه کې د اروپايي ټولنې ونډه د پام وړ بللې او د رافیلا ماموریت یې ستایلی دی.

رافیلا یودیجي چې د اروپايي ټولنې شارژدافیري په توګه یې، افغانستان کې فعالیت کاوه، ماموریت یې پای ته رسېدلی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هغې له عبدالکبیر سره د مخه ښې دې لیدنه کې همداراز د افغانستان پوهنیز سېسټم سره د مرستو  او ښوونځیو بیارغولو لپاره چمتووالی ښودلی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام