لسګونو افغان ښځو او نجونو ته په کابل کې د خیاطۍ، هنر او لاسي صنایعو د یوې ځانګړې کارخونې په جوړېدو سره کار پیدا شوی او اوس د مریو اوبدلو، خیاطۍ او د افغاني ګنډونو د ډیزاین او ګنډلو په برخو کې پر زدهکړو بوختې دي.
د چارو شنونکی محمود اضطرابي چې له خپلې مېرمنې سره یوځای یې دا کارخونه جوړه کړې وايي، د یادې کارخونې له جوړولو څخه یې موخه د ښځو د وړتیاوو لوړول او د هغوی لپاره د کاري فرصتونو برابرول دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړی زیاتوي: «زموږ ټولنه، په تېره ښځې اقتصادي اړتیاوې لري، خو د ټولنیزو ستونزو او نیمګړتیاوو له کبله ورته د کار فرصت نهدی برابر شوی. د مسوولیت احساس مې وکړ چې ښځو ته کار پیدا کړم؛ له نږدې درېوو میاشتو راهیسې مې کار پیل کړی او د استاد او زدهکوونکي په توګه مو د سلو کسانو نوملیکنه کړې ده. هڅه کوو چې بازارموندنه وکړو او دلته ډېر کار پیدا کړو.»
اضطرابي ټینګار کوي چې که د ا.ا سرپرست حکومت او نړیوال بنسټونه ورسره همکاري وکړي، په دې کارخونه کې به د ښځو د کار لپاره د اسانتیاوو برابرولو او د جذب وړتیا ۲۰۰۰ کسانو ته لوړه کړي.
د دغې کارخونې اجرايوي مدیره زهره برهان وايي، هره ورځ لسګونه مېرمنې ورځي، خو دوی لا ډېرو امکاناتو ته اړتیا لري. هغه وايي، په یاده کارخونه کې د نیول شویو کسانو ډېری یې د ښوونځیو او پوهنتونونو ښځینه زدهکړیالانې دي چې په کورونو کې د بند پاتې کېدو له کبله پر اروايي ناروغیو اخته وې، خو اوس یې ورته یو فرصت برابر کړی دی.
په ورته وخت کې د دې کارخونې ګډونوالې مېرمنې وايي، هڅه کوي چې په کارخونه کې په کار کولو سره خپلې وړتیاوې لوړې کړي او په عاید سره یې د خپلو کورنیو مالي اړتیاوې پورې کړي. صفیه او سمیه زیاتوي:
«مخکې به کورس او ښوونځي ته تللو، بیا په کور کې ډېر نارامه وو، خو اوس مو د ډیزاینولو هنر زده کړی او هیله لرو چې پر خپلو پښو ودرېږو او وکولای شوو چې عاید او مالي خپلواکي ولرو.»
«د پنجابي جامو ګنډل مې زده کړي، کمرچین او نور مې زده کړي. په دوو میاشتو کې مې ځان او خپلو خویندو ته وګنډل؛ هیلهمنده یم چې له دې لارې خپلې کورنۍ سره مرسته وکړو او د ستونزو یوه برخه یې لرې کړم.»
د يادونې ده چې په تېرو درېوو کلونو کې په هېواد کې د ښځو پر زدهکړو او کار د ځینو محدوديتونو په لګېدو سره يوشمېر ښځو د لاسي صنايعو او خیاطۍ د ورکشاپونو په جوړولو سره د ځان او کورنۍ لپاره د عايد پيدا کولو هڅې پیل کړې دي.