د سوېلي کوریا ولسمشر یون‌سوک یوول وروسته له هغې دغه هېواد کې ملي ماتم اعلان کړ چې د یاد هېواد په پلازمېنه سېول کې د هالووین جشن پر مهال د ګڼې ګوڼې له امله ۱۵۱ کسان ووژل شول او ۸۲ نور ټپیان شول.

سوېلي کوریا کې رسنیو ویلي، پېښه بېګاه شپه د یاد هېواد اېتایوون سیمه کې د هالووین جشن نمانځلو پر مهال شوې چې د بهرنیانو سربېره زرګونو کسانو په‌کې ګډون کړی وو.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یاد هېواد ولسمشر یون‌سوک یوول دغه پېښه یوه ستره غمیزه بللې او د قربانیانو کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده. نوموړي نن یکشنبه په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان کړی دی.

ویل کېږي چې وژل شوي بهرنيان د چین، ایران، ازبکستان او ناروې هېوادونو وګړي دي.

یوه حکومتي چارواکي رسنیو ته تایید کړې چې په پېښه کې ۱۹ بهرني وګړي هم وژل شوي دي. نوموړي زیاته کړې چې د ۸۲ ټپیانو له ډلې د ۱۹ کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

دا په سیول کې له نږدې درې کلونو ځنډ او د کورونا ویروس له محدودیتونو لرې کولو وروسته لومړی ځل و چې دغه هېواد کې د هالووین جشن نمانځل کېده.

په ورته مهال چارواکو ویلي چې وژل شوي تر ډېره ځوانان او پېغلې دي چې عمرونه یې تر ۲۰ کلونو پورې رسېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تراوسه معلوماته نه ده چې یاده پېښه څنګه رامنځته شوې، خو ځینو راپورونو کې ویل شوي چې د جشن ګڼ‌شمېر ګډونوال یوه تنګه کوڅه کې پر یو بل ورپرېوتي او تر پښو لاندې شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام