د ا.ا د ریسالوزرا محمدحسن اخُند د هغو بندیانو د دوسییو بیا ارزولو لپاره یو شپږ کسیز کمېسیون جوړ کړی چې پنجشېر د اسلامي امارت د ځواکونو په پوځي عملیاتو کې نیول شوي دي.
باختر خبري اژانس نن یکشنبه د تلې ۲۴مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د رییسالوزرا د حکم پربنسټ د دغه کمېسیون مشري د کابل والي ندامحمد ندیم پر غاړه لري.
باختر همداراز لیکلي چې په پنجشېر کې نیول شوي کسان دا مهال په کابل کې بندیان دي. د رسنیو د راپور پربنسټ، اسلامي امارت په دې وروستیو کې پنجشېر کې د «ملي مقاومت جبهې» د غړیو ځپلو لپاره پراخ بریدونه کړي دي.
د #پنجشېر بنديانو دوسيې بيا کتل کېږي
د افغانستان اسلامي امارت د رئيس الوزراء ملا محمد حسن اخند د حکم پر اساس د کابل والي په مشرۍ د يوه شپږ کسيز کمېسيون تر څار لاندې د ټولو هغو بنديانو دوسيې چې پنجشېر ته منسوب دي له سره کتل کېږي. pic.twitter.com/6ZX0zT9KOX— Bakhtar News Agency (@BakhtarNA) October 16, 2022
د اسلامي امارت ویاند ذبېحالله مجاهد څه موده وړاندې ویلي و چې د پنجشېر په رُخه، دره او افشار ولسوالیو کې د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې د «مقاومت ملي جبهې» د څلورو قومندانانو په ګډون ۴۰ کسان وژل شوي او څه باندې ۱۰۰ کسان له خپلو وسلو سره یوځای نیول شوي دي.