د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره افغانستان کې پر ښوونیزو مرکزونو د بریدونو او د زدهکوونکو د امنیت نه خوندیتوب د ناوړه پایلو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.
دغې شورا نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي نه یوازې د یادې پېښې له قربانیانو سره خواشیني ښودلې، بلکې ټینګار یې کړی چې د ورته ترهګریزو بریدونو عاملان، پلانوونکي، ورته د مالي امکاناتو برابروونکي او ملاتړي باید محاکمه شي او په خبره یې، دا یوه اړتیا ده.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا له ټولو هېوادونو غوښتي چې نړیوالو قوانینو او د دې شورا د اړوندو پرېکړهلیکونو پر بنسټ، د دغه برید په اړه د څېړنې برخه کې همکاري وکړي.
په اعلامیه کې سولې او امنیت ته د رسېدو لپاره زدهکړو ته د ټولو افغانانو د لاسرسي پر حق هم ټینګار شوی دی.
امنیت شورا ویلي، د وخت، ځای او عامل له په پام کې نیولو پرته هر ډول ترهګریز برید د توجیه وړ نه دی او نه یوازې باید وغندل شي، بلکې عاملانو ته یې سزا هم ورکړل شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما هم پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي چې پر کاج ښوونیز مرکز د ځانمرګي برید عاملان باید عدالت ته وسپارل شي.
یوناما لیکلي: «طالبان باید د ټولو افغانانو د امنیت تضمین برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي. زدهکړې باید له تعصب او تاوتریخوالي خوندي وي.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ځانمرګو بریدګرو پرون سهار د کابل په لوېدیځ کې کاج ښوونیز مرکز په نښه کړ او له کبله یې د یاد مرکز له ۶۰ ډېرو زدهکوونکو او نورو کارکوونکو ته مرګژوبله واوښته.
د کابل د امنیې قومانداني ویاند خالد ځدران د دغه برید له کبله د وژل شویو شمېر ۱۹ او د ټپیانو هم ۲۷ ښودلی، خو ځايي سرچینې بیا د اوښتې مرګژوبلې شمېر تر دې لوړ بولي.
تر اوسه کوم چا یا ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.