د هرات د کشک کهنه ولسوالي اوسېدونکي وايي چې حکومتي چارواکو په تېرو شلو کلونو کې د دوی د ښوونیز، ټولنیز او روغتیايي وضعیت ښه‌والي لپاره هېڅ پام نه دی کړی او ګڼو ننګونو سره مخ دي.

دوی د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې په دغه ولسوالي کې شته ستونزې دې هوارې کړي. د کشک کهنه ولسوالي اوسېدونکي ټينګار کوي چې د څښاک پاکو اوبو د نشتون سربېره، ښوونځي یې ودانۍ نه لري او ګڼو نورو ستونزو سره هم مخ دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته وخت کې د هرات د کشک کهنه ولسوالي ځینې نور اوسېدونکي هم وايي، د سړکونو خرابوالي له امله ښار ته په ستونزه تګ راتګ کوي او اړ دي چې په نورو اوږدو لارو خپل ناروغان روغتونونو ته ورسوي.

دوی همداراز زیاتوي چې ډېری وخت یې ناروغان روغتون ته د نه رسېدو له کبله په لارو کې مړه شوي دي.

په همدې حال کې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نعیم‌الحق حقاني وايي، اسلامي امارت د دغه ولایت د اوسېدونکو د ستونزو او ننګونو د حل لپاره پر ګټورو پرګرامونو کار کوي.

نوموړي وویل: «اسلامي امارت په ولسوالیو کې د خلکو ستونزو ته رسېدنه کوي. د سړکونو، د ښوونځيو او کلینیکونو د ودانیو رغولو برخه کې به خپلې هڅې وکړي. همداراز د اوبو رسولو او برښنا او نورو اړینو برخو کې به خپلې هڅې کوي او خلکو ته به اسانتیاوې رامنځته کړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هرات تورغونډۍ بندر سره څنګ ته کشک کهنه ولسوالي ۷۵ کلیومتره پاخه او شاوخوا ۳سوه کیلومتره خام سړکونه او ۲۱۵ کلي لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام