د افغانستان لپاره د برېټانیې سفارت چارسمبالي هوګو شورټر ویلي چې دغه هېواد په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې د سیاسي بدلون ملاتړ نه کوي.
نوموړي پرون په یوې وینا کې ویلي چې برېټانیا د هېچا او هغه افغان ملاتړ نه کوي چې د تاوتریخوالي له لارې په افغانستان کې سیاسي بدلون راولي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د برېټانیې سفارت چارسمبالي زیاته کړې چې هېواد یې اجازه نه ورکوي چې خاوره یې د تاوتریخوالي لپاره د پلانونو د جوړېدو په موخه وکارول شي او نور به هم له دې کار څخه پېښېمانه کړي.
نوموړي ټينګار کړی چې هر ډول تاوتریخوالی نه د افغانستان او نه هم د نړیوالې ټولنې په ګټه دی او دوی د هرراز ترهګریزو بریدونو په اړه خواشېنې دي.
هوګو شورټر ټينګار کړی چې د سولې او ثبات، افغانانو ته د بشردوستانه مرستو رسولو او د امنیت په اړه د ګډو اندېښنو لهمنځه وړلو لپاره، له اوسني حکومت سره له تعامل پرته بله لار نشته او دا هغه څه دي چې برېټانیا یې کوي.
د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د برېټانیې د سفارت د چارسمبالي له دغو څرګندونو هرکلی کړی دی.
د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې اسلامي امارت په افغانستان کې د وسلهوالو مخالفتونو د نه ملاتړ او اسلامي امارت سره د تعامل په اړه د کړیو څرګندونو هرکلی کوي.
نوموړي زیاته کړې، د دې واقعیت منل چې افغانستان کې سوله او ټيکاو او اسلامي امارت سره تعامل د سیمې او نړۍ په ګټه دی، د ستایلو وړ دی. د برېټانیا د یوه چارواکي له لوري دغه څرګندونې داسې مهال مطرحه کېږي چې تراوسه اسلامي امارت کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.