په فاریاب کې محلي سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت په بلچراغ ولسوالي کې پرون د یوه ۱۱ کلن هلک جسد موندل شوی دی.

سرچینې ویلي چې دغه ماشوم بې‌سرپرسته دی او یوه اوونۍ وړاندې له خپل کور څخه ورک شوی و. د سرچینې په وینا، د دغه ماشوم پلار کلونه وړاندې وژل شوی و او مور یې هم له یوه بل کس سره واده کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شمس‌الله محمدي د یاد خبر د تایید ترڅنګ سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ماشوم جسد یې د ډبرو او تیکو لاندې پیدا کړی دی.

په ورته مهال د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس زیاتوي چې تراوسه د یاد ماشوم خپلوانو په دې اړه له چا څخه شکایت نه دی کړی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې هم د کابل په ګډون د هېواد په ځینو ولایتونو کې یو‌شمېر کسان په مرموز ډول وژل شوي چې له څو ورځو وروسته یې جسدونه موندل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام