د کندهار د صنعت کارانو  ټولنې مسوولان وايي، د دغه ولایت په صنعتي پارک کې زیاتره فابریکې د برېښنا نشتون له امله تړل شوي چې ورسره زرګونه کسان وزرګار شوي دي.

د صنعت کارانو د ټولنې مشر فیض‌الحق مشکاني وويل، د کندهار په صنعتي پارک کې شاوخوا ۳۵۰ فابریکې شتون لري چې د برښنا نه‌شتون له امله، اوس شاوخوا ۳۲۰ کارخونې یې تړل شوي او یوازې ۳۰ یې فعاله دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل، د برښنا د ستونزې حل په موخه صنعت کاران او مسوولین هڅې کوي، خو تراوسه یې کومه حل‌لاره نه ده ورته موندلې.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «لږ تر لږ د ۳۵۰ فابريکو څخه اوس چې ډيرې په شخصې برق چلول کېږي، د ګوتو په شمېر پاته دي چې اوس فعاليت کوي؛ ځکه ددوی توليد هم په لوړ قيمت دی، ځکه دوی سالم رقابت نه شي کولای، ټول فابريکې اوس په تمه دي چې خداي ج ته اميد شته چې کندهار ته د يوې خوا څخه رڼا راشي.»

د کندهار د صنعت کارانو د ټولنې مشر زیاتوي، چې د تړل شوو فابريکو له امله ۴۰۰۰ زره کسان بې‌روزګاره شوي دي. صنعت کاران وایي، که څه هم د برښنا ستونزه له ډېر پخوا څخه په کندهار کې پر ځای ده، خو دوی تمه لري چې اوس دغه ستونزي ته دایمي حل لار ولټول شي.

د یوې فابریکې مسوول حیات الله وايي، پخواني حکومت ورسره د برښنا په برابرولو کې مرسته کوله، خو د اسلامي امارت په راتګ سره برښنا په ټپه درېدلې.

د هغه په وینا، مخکیني حکومت به ورته د ورځې لس ساعتو لپاره تېل ورکول او پاتې ساعتونه به دوی په خپل شخصي لګښت چلوله، خو اوس ټوله ورځ په خپل شخصي لګښت جنراتورانو چلوي.

د یوې بلې فابریکې مسوول حاجي نصرالله زهیر بیا وایي، اکثره فابریکې بندي شوي او فعاله فابریکو هم خپل کارکوونکې له دېرش څخه تر څلوېښت سلنه پوري کم کړي دي.

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «دوی درې ستونزې پيښې دي يو خو د برق ستونزه ده بل ستونزه داده چې د تيلو قيمت ۷۰ يا هم ۷۱ افغانيو ته ورسيده اوس ډيري داسي فابريکي دي چې پر مخ تړل شوي دي زياتي داسي فابريکي دي چې ۳۰ څخه تر ۴۰ فيصده موږ خلک کم کړي دي هيڅ رقابت نه کيږي هرڅه اوس په لوړ قيمت سول چې د فابريکي تر توان لوړ کار دی.»

ورته وخت کې د کندهار د برښنا رییس مولوی محمد‌حنیف حمزه وایي، اوس برښنا ځکه کمه شوې چې په کجکې بند کې اوبه کمې دي او یوازي یو توربین فعالیت لري. دی وایي، صنعت کارانو سره یې ناستې کړي او هڅه کوي چې فابریکو ته پوره برېښنا چمتو کړي.

نوموړي وویل: «کندهار ته په اوس وخت کې د ۶ ميګاواټ څخه تر ۷ميګاواټ برق لرو او سولري برق بیا ۳۳ ميګاواټه لرو کله چې اوبه زياتي شي بیا برق زياتيږي ددغو فابريکو والاوه سره موږ خبرې کړي دي او موږ ژمنه ورسره کړي ده چې ستاسو ستونزې به حل کړو د دوی ږغ مو تر مرکزه هم رسولې دی مرکزه هم ژمنه کړي ده چې دغه د دوی ستونزه پر ځاي ده باید ور حل يې کړو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

که څه هم په تېرو کلونو کې د کندهار د برښنا لپاره زیاتي پیسې لګول شوې، خو کندهار چې په مهمو سوېلي ولایتونو له ډلې دی، لا هم د بريښنا له ستونزې سره مخ دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام