د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، دغه اقدام د بشر حقونو نقض دی چې ټول هېواد ترې زیان ویني.
د ملګرو ملتونو سرمنشي نن پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د افغان نجونو او ښځو له حقونو ملاتړ، ماشومانو له لوږې او ټولنه له بېوزلۍ ژغورلی شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
له دې وړاندې ګوټرېش ویلي و چې د اسلامي امارت له لوري د نجونو ښوونځیو تړل پاتې کېدو پرېکړې سخت خواشینې کړی دی.
نوموړي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ټينګار کړی و چې د نجونو او هلکانو او د دوی د کورنیو له لوري د نوي ښوونیز کال د پیل وړاندوینه شوې وه، خو د نوموړي په وینا، «له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکوونکو د ښوونځیو بیاپرانستلو برخه کې د اسلامي امارت پاتې راتلل، د یوه ځپلي افغانستان لپاره ژوره ناهیلي ده.»
د ملګروملتونو سرمنشي د اسلامي امارت له مسوولانو غوښتنه کړې وه چې له ځنډ پرته د ټولو نجونو زدهکوونکو ښوونځي بېرته پرانیزي.
د یادونې وړ ده چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو زدهکوونکو پر تګ بندیز ولګېد.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
که څه هم پوهنې وزارت د روان کال د وري میاشتې پر درېیمه نېټه په ټول افغانستان کې د نجونو او هلکانو پرمخ د ښوونځیو د پرانستلو خبر ورکړی وو؛ خو یاد وزارت په هماغه ورځ خپله دغه پرېکړه تر بلې خبرتیا پورې وځنډوله.