کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمدخان ویلي چې د دغه هېواد د بشردوستانه مرستو یوه جوپه چې ۱۸۰۰ټنه غنم په‌کې شامل دي، په تورخم کې د اسلامي امارت چارواکو ته سپارل شوي دي.

د پاکستان سفیر نن پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې افغانستان ته د یادې جوپې په رسېدو سره له دغه هېواد سره د ۵۰۰۰۰ ټنه مرستو شویو غنمو د لېږد بهیر رسمي پیل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د منصور احمدخان په وینا، د مرستو دغه لومړۍ جوپه د پاکستان د لومړي وزیر استازي شهزاد ارباب د افغانستان د پېښو وزارت سرپرست ته سپارلي دي.

د پاکستان حکومت له دې وړاندې ویلي چې افغانستان کې بشري وضعیت ته د رسېدنې لپاره د پنځه میلیارده پاکستاني کلدارو په ارزښت له افغانستان سره مرسته کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې  له دې وړاندې نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د یوه انسان  ناورین له رامنځ ته کېدو خبرداری ورکړی و او ویلي وو چې د دغه هېواد اوسېدونکي به له سخت ژمي سره مخامخ شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام