دویچه‌وله راپور ورکړی چې د المان لومړۍ وزیرې انګلا مرکل پرون ترکیې ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له ولسمشر رجب طیب اردوغان څخه غوښتنه کړې چې ترکیې کې د افغان کډوالو د ناورین مخنیوي لپاره باید له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي او له دوی سره همکاري کړي.

د دویچه‌وله د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو د مشرانو په دغه لیدنه کې د بحث وړ موضوع د انقرې او اروپايي ټولنې د کډوالو هوکړه‌لیک وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه هوکړه‌لیک پربنسټ، المان د ترکیې له لارې اروپا ته د اوښتونکو کډوالو د مخنیوي لپاره د مالي ملاتړ ټټر وهلی.

اروپايي ټولنه د کډوالو پراخو څپو سره د مقابلې لپاره ترکیې ته ۳میلیارده یورو ورکوي، خو دغه هېواد وایي چې نور کډوال نه شي منلی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له لوري پر افغانستان له بشپړې ولکې راهیسې، د افغان کډوالو تازه څپې پیل شوي او په زرګونه کسان د بې‌وزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله اړ شوي چې هېواد پرېږدي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام