د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان یا یونیسکو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ښوونې او روزنې لاستهراوړنې چې په تېرو شلو کلونو کې ترلاسه شوي، له ګواښ سره مخ دي.
دغه سازمان په خپل تازه راپور کې لیکلي چې که په افغانستان کې انساني ناورین جوړ شي، د ښوونې او روزنې برخه کې به د دغه هېواد شل کلنې لاستهراوړنې له ګواښ سره مخ شي او زدهکړو ته به د زدهکوونکو، په تېره نجونو لاسرسی ستونزمن کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یونیسکو عمومي رییس ادري ازولای ویلي: «هغه څه چې په افغانستان کې له ګواښ سره مخ دي، د ښوونې او روزنې برخه ده او د زدهکړو برخه کې، په تېره د نجونو او ښځو لپاره د تېرو لاستهراوړنو ساتلو ته سخته اړتیا ده.»
په دغه راپور کې لیکل شوي چې کورونا او جګړې د ښوونې او روزنې پر بهیر ډېر فشار راوستی او د ښوونځیو او پوهنتونونو رخصتېدو له کبله هم میلیونونو زدهکوونکو ته زیان رسېدلی دی.
- اعتراض کوونکي: نړیوال دې افغانستان کې د روان جنایت پر وړاندې چوپتیا ماته کړي
- بامیان کې روغتیایي مسوولان د نړیوال بانک د مرستو له درېدو اندېښنه ښيي
- ملګري ملتونه د افغانانو ډلهییزې کډوالۍ ته چمتووالی نیسي
یونیسکو دغه راز ویلي چې ښايي د کورنیو بېځایه شویو شمېر ډېر شي او دا د ماشومانو پر زدهکړې منفي اغېز کوي چې ښايي له کبله یې یو نسل له ناورین سره مخ شي. دغه سازمان ویلي چې افغانستان د نړۍ د خوارو هېوادونو په ډله کې دی او د انساني پرمختیا له اړخه په تر ټولو ټیټه کچه کې دی.
په راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې د ښځینه ښوونکو کموالی، د ښوونکو د معاشونو په ورکړه کې محدودیتونه او د نړیوالې ټولنې د مرستو بندېدل به په افغانستان کې د ښوونې او روزنې بهیر لپاره بدې پایلې ولري.
یونیسکو ټینګار کړی چې پر ګډو زدهکړو او د نارینهوو پر تدریس بندیز به د ښوونې او روزنې او لوړو زدهکړو په برخه کې د ښځو پر ګډون منفي اغېز وکړي.
په دغه راپور کې لیکل شوي چې افغانستان د نړیوالې ټولنې مرستو ته چې د ښوونې او روزنې برخې نیمايي لګښتونه له همدې لارې ورکول کېږي، سخته اړتیا لري او د لاستهراوړنو د ساتنې لپاره باید بیړني اقدامات وشي.
یونیسکو داسې مهال په هېواد کې د ښوونې او روزنې بهیر ته د پېښو ګواښونو په اړه اندېښنه ښيي چې د طالبانو له راتګ سره سم دغه بهیر ګډوډ شوی او ګڼشمېر ښوونځي او پوهنتونونه لا هم تړلي دي.
بلهخوا تر اوسه یوازې له لومړي تر شپږم ټولګیو زدهکوونکي خپلو زدهکړو ته تللی شي او خصوصي پوهنتونونه هم د نجونو او هلکانو د ټولګیو په جلا کولو سره کولای شي فعالیت وکړي.