سپینې ماڼۍ ویلي چې د امریکا متحد ایالات او د فرانسې ولسمشرانو په افغانستان کې د رامنځ ته شوي وضعیت په اړه ټيلیفوني خبرې کړي او له دغه هېواد سره د خپلو بشري مرستو پر دوام او افغان کډوالو پر ملاتړ ټينګار کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

له سپینې ماڼۍ څخه په خپرې شوې خبر‌پاڼه کې راغلي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن او د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون پرون په افغانستان کې د بشري مرستو او زیانمنو افغانانو څخه د دوامداره مرستو د ملاتړ په برخه کې د خپلو متحدانو د دوامداره همغږۍ پر ارزښت خبرې کړي دي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې په دغه ټيلیفوني اړیکه کې له افغانستان څخه د امریکا او فرانسې وګړو پر اېستلو ټينګار شوی او د دغې ټيلیفوني اړیکې د خبرو محصوري موضوع وه.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بایډن او مکرون په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د ګډو همکاریو د څرنګوالي په اړه د جي‌۷ هېوادونو له ناستې هم هرکلی کړی. جي‌۷ هېوادونه کې امریکا، ایټالیا، فرانسه، المان، جاپان او کاناډا شامل دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام