د پلټنې ادارې یو‌شمېر کارکوونکي وایي، د دغه بنسټ مشرتابه امر کړی چې د یادې ادارې ۵۹ کارکوونکي نورو خپلواکو دولتي ادارو ته تبدیل او د هغوی بستونه دې له منځه لاړ شي.

دوی د پلټنې عالي ادارې دغه کار ناقانونه، د کارکوونکي د خوښې خلاف او د کابینې له طرحې  سره په ټکر کې بولي. هغوی یاده اداره له کارکوونکو سره په دوه ګوني چلن تورنه کړه.

 د دوی په خبره، د پلټنې عالي اداره د دغو بستونو د له منځه وړلو او د کارکوونکو د تبدیلۍ لامل د انګلیسي ژبې سره نه بلدتیا او لوړ عمر یاد کړی. خو دغه کارکوونکي وایي چې انګلسي ژبه د یادو بستونو لپاره معیار نه ده او ډېری کارکوونکی له ۳۰تر۴۵کلونو عمر لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال دوی ټينګار کوي چې دغو بستونو ته د ازادې سیالۍ او ازموینې له لارې، ټاکل شوي وو او د ظرفیت نه درلودل او د معیارونو نه پوره کول، نه شي کېدای قانع کېدونکی ځواب واوسي.

دغه کارکوونکي ټينګار کوي چې نورو خپلواکو ادارو ته د تبدیلۍ سربېره د دوی بستونه هم له منځه ځي او نورو ادارو کې د درېیم بست کارکوونکی څلور بست ته تبدیل شوی، معاشونه او نور امتیازونه یې هم کم شوي دي.

 د دوی په وینا، دغه اداره د دې لپاره چې کارکوونکي یې تبدیلۍ ته غاړه کېږي، د فشار په توګه یې د یوې میاشتې معاش او نور امتیازونه ځنډولي دي.

په ورته مهال دغه تبدیل شوي کارکوونکي د پلټنې عالي اداره په دوه ګونې چلن تورنوي او وایي چې د دغې ادارې د نوي رییس په راتلو سره په دغې اداره کې بدلون ادلون ډېر شوی او هغه نوي کارکوونکي چې ګومارل کېږي، د یوه ځانګړي قوم دي.



په همدې حال کې دغه کارکوونکي د خپلې تبدیلۍ په اړه له وړاندې نه وو خبر او په ولایتونو کې د خپلې دندې له ترسره کولو وروسته چې کله دغې ادارې ته راځي، له خپلې تبدیلۍ خبرېږي. دوی وایي، د تبدیلۍ په برخه کې یو کارکوونکی هغه مهال تبدیلېدای شي چې خپله وغواړي یا هم تقاعد وکړي.

بل‌خوا د پلټنې عالي ادارې مسوولان د دغو تورونو په ردولو سره وایي چې دغه کار یې د یاد بنسټ د معار‌جوړولو په موخه کړی.

د دغې ادارې په خبره، تمه ده یاد کارکوونکي د تجربې او لوړ عمر د درلودو له کبله نورو ادارو ته وروپېژندل شي، څو له تجربو یې  ګټه واخیستل شي.

د پلټنې عالي اداره همداراز ټینګار کوي چې په دغه اداره کې ټولې ګومارنې د وړتیا له مخې کېږي او په دې برخه کې روڼتیا ته ژمن او ځواب ویلو ته حاضر دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام