د بامیان محلي مسوولان تاییدوي چې د دغه ولایت د یکاولنګ ولسوالي په مرکز کې یو ۱۷ کلن ځوان په مرموز ډول وژل شوی دی.

د یکاولنګ ولسوال عظیم فرید وایي، د پېښې په تړاو یې ۴ کسان نیولي دي. د نوموړي په خبره، د بامیان د جنایي جرمونو پر وړاندې پولیسو د یادې پېښې د انګېزې او څرنګوالي په اړه څېړنې پیل کړې دي. هغه زیاتوي، وژل شوی کس د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالي اوسېدونکی دی.

خو یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې په یکاولنګ ولسوالي کې دوه هلکان پر یوې نجلۍ مئین وو او پېښه هم د یادو هلکانو ترمنځ شوې ده.

سرچینه زیاتوي: «دوه هلکان په یکاولنګ ولسوالي کې پر یوې نجلۍ مئین وو. یو مئین په وروستیو ورځو کې نجلۍ ته زنګ وهي او ترې غواړي چې چکر ته ورسره ولاړه شي، خو نجلۍ دا موضوع له خپل دویم مئین سره شریکوي. دویم هلک نجلۍ ته وايي چې له لومړي هغه سره چکر ته ولاړه نه شي. بالاخره دویم هلک ننګ نیسي او له خپلو څو ملګرو سره لومړی هغه د یکاولنګ ولسوالي د مرکز یوه غره شا ته بیايي، هلته یې پر چاکو ستونی پرې کوي او جسد یې غورځوي.»

د سرچینې په وینا، دا پېښه تېره چهارشنبې د غویي په لومړۍ نېټه شوې، خو د یاد ځوان جسد پرون موندل شوی. سرچینه وايي، د پېښې په تړاو د پولیسو له لوري ۴ کسان هم نیول شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام