په ټول هېواد کې په ځانګړې توګه ګندوز کې د څو کلونو جګړو  او ناامنيو له کبله ډېرو خلکو قربانۍ ورکړې. هغه کسان چې کندوز کې ووژل شول ډېری يې د کورنيو سرپرستان وو او ډېری ښځو چې په دغو جګړو کې خپل خاوندان له لاسه ورکړي، بې سرپرستې او ماشومان يې يتيمان شوي.

هغو کورنيو چې کندوز کې خپل ډوډۍ راوړونکي له لاسه ورکړي، ډېرو سختو حالاتو کې ژوند کوي.

سکینه چې ۳۶ کاله عمر لري او د کندوز ښار د ناصرو د سيمې اوسېدونکې ده وايي، ۸ کاله وړاندې يې خاوند د ملي اردو سرتېری و او د دندې له خوشې کولو وروسته طالبانو ځان سره د جګړې ډګر ته يووړ او د ياد ولايت چهاردرې ولسوالۍ کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته کې ووژل شو.

دغه رنځېدلې مېرمن له هغه وخته تر اوسه له ډېرو ستونزو سره په يوه کرايي کور کې اوسېږي.

د سکینې په وينا، د غربت او د کورنۍ د سرپرست د نه درلودو له کبله يې اولادونه له زده‌کړو محروم پاتې دي.

نوموړې وايي: «زه پنځه اولادونه لرم، ټول واړه دي. مشر زوی مې اووم ټولګي کې و، هغه هم ښوونځی خوشې کړ او کراچۍ چلوي تر څو کور ته يو څه راوړي.»

سکینه ستړې او ستومانه د کندوز ولايت د شهيدانو او معلولانو چارو رياسته ته راغلې وايي، اولادونو لپاره د يوې مړۍ ډوډۍ موندلو لپاره هغه ورځ د خلکو په کورنو کې کار کوي.

هغه درد داسې بيانوي: « زه د شهیدانو او معلولانو ادارې ته دې لپاره راغلې یم چې د خپل خاوند د شهادت پیسې ترلاسه کړم او د خپلو زامنو لپاره کالي او یو څه خوراکي توکي واخلم. موږ غريبان او بې‌چارې خلک يوو. زه هره ورځ د خلکو کورونو ته ځم، کالي مینځم، کورونه پاکوم، بیا دوی ماته یو څه پیسې یا ډوډۍ او خواړه راکوي. بيا کور ته ځم او همداسې خپله ورځ تېروو.»

عبدالله د سکینې مشر زوی دی. ۱۴ کاله عمر لري وايي، هيله يې درلوده چې په راتلونکي کې انجنير شي؛ خو د پلار له وژل کېدو وروسته يې دغه هيله له خاور سره خاورې شوه.

عبدالله وايي، کراچۍ چلوي او هره ورځ ۳۰ نه تر ۵۰ افغانۍ پيدا کوي او پر هغې ډوډۍ اخلي او کور ته يې وړي. نوموړی له دولته غواړي چې مرسته ورسره وکړي ترڅو زده‌کړې وکړي او ښه راتونکی ولري.

د سکینې په څېر داسې ډېرې مېرمنې شته چې جګړو او ناامنيو ورڅخه د کورنۍ سرپرستان اخيستي او له ډېرو ستونزو سره ژوند کوي. دغه کورنۍ د مرستې او همکارۍ غوښتنه کوي او د جګړو له ښکېلو خواوو غواړي چې له نښتو لاس واخلي تر هغه چې هېڅ ښځه بې سرپرسته نه‌شي او هېڅ ماشوم يتيم نه‌شي.

د نارسمي شمېرو له مخې، په کندوز ولایت کې د جګړو له کبله له ۲۰زرو ډېر کسان وژل شوي او يا هم معلول شوي دي؛ خو د کندوز د شهیدانو او معلولانو ریاست مسوولان وايي، د معلولانو او شهیدانو وارثانو په ګډون ۱۰ زره کسان ثبت شوي دي.

  • تصوير کې سکينه او د هغې زوی

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام