حبیب‌ عظیمي چې کله د ښوونځي په یوولسم ټولګي کې و، د بې‌وزلۍ او د طالبانو د حضور له کبله یې نامنظمه کډوالي غوره کړې او د موخې هېواد یې هم ایران ټاکلی و.

هغه د میدان‌ورګ ولایت د سیداباد ولسوالي اوسېدونکی دی.

حبیب‌ عظیمي ایران ته د رسېدو لپاره لومړی د پاکستان کوټې ته ځي او د پیسو نه لرلو له کبله یوه قاچاقي سره هوکړې ته رسېږي چې ایران ته تر رسېدو او کار کولو وروسته د قاچاقیانو پیسې ورکوي.

هغه ایران ته د نامنظمې کډوالۍ په لاره کې له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي، له لوږې او تندې نیولې، تر وهلو ټکولو پورې.

دی وايي، ایراني قاچاقیانو هغه او ملګري یې په یوه پیکپ موټر کې د بورۍ په څېر ځای پر ځای کړل او پر سر یې ترپال هوار کړ.

د ده په وینا، د هغوی پر سر چې کوم ترپال هوار و، انساني قاچاقیانو یې پر سر نور توکي هم بار کړي وو چې نفس اخیستل هم ورته ستونزمن و.

کله چې عظیمي او ملګري یې د ایران زاهدان ښار ته رسېږي، په یوې کنډواله کې په پټه ژوند پیلوي، خو تر څه مودې وروسته د خپل ګاونډي له‌خوا پولیسو ته تر خبر ورکولو وروسته د هغوی له لوري نیول کېږي.

دی وايي، پولیسو به ورته په ۱۴ ورځني زندان کې د ورځې یوازې یوه ډوډۍ ورکوله.

حبیب‌ عظیمي وايي، په کومه خونه کې چې دوی بندیان وو، دومره تنګه وه چې پښې یې هم نه په‌کې نه شوای غځولی او ټول کډوال یو ډول ناروغه شوي وو.

د هغه په وینا، په زندان کې ۲۴ ساعتونو کې یو ځل د رفع حاجت اجازه ورکول کېده او پولیسو به زیاتره وخت په ناحقه له افغان کډوالو سره شخړه کوله او وهل‌ ټکول به یې ورکول.

عظیمي وايي، په زندان کې د ۱۴ ورځو له تېرولو وروسته افغانستان ته راګرځول کېږي، خو کله چې نیمروز ولایت ته را رسېږي، د مجبوریت له کبله بېرته ایران ته د تلو هوډ کوي.

د هغه په وینا، که خپلې سیمې ته تللی وی، طالبانو نیولو او د جګړې ډګر ته یې استاوه.

دی په نیمروز کې له یوه قاچاقي سره تر خبرو وروسته ایران ته روان شو، خو په پلي تګ سره.

کله چې ایران ته رسېږي، قاچاقي هغه او ۱۳ نور ملګري یې په دوو ټکسي موټرو کې ځای پر ځای کوي او پنځه ساعته په ډېر کم اکسېجن کې تېروي.

حبیب‌ عظیمي تهران ته له رسېدو سره سم‌ کار پیلوي او یوې ودانۍ کې تر ۳۵ ورځو کار کولو وروسته د کار خاوند له لوري یوه روپۍ معاش هم نه ورکول کېږي.

د هغه په وینا، په ایران کې افغانانو ته ډېر سپک نوم اخیستل کېږي او د کار خاوند کډوال کار ته بیايي، خو زیاتره وخت پیسې نه ورکوي او برعکس افغان کارګران له وهلو ټکولو سره مخ کېږي.

په همدې حال کې د کډوالۍ د مالوماتي مرکز سلاکاره فرېحه جبارخېله سلام‌وطندار ته وايي، د نامنظمې کډوالۍ ستونزو او خطرونو په اړه د خلکو نه پوهاوی، د دغسې ننګونو رامنځ ته کېدو لامل کېږي.

د هغې په وینا، ان که کډوال د موخې هېواد ته هم ورسېږي، بیا هم د خپل ژوند مخ ته بیولو لپاره له اړینو فرصتونو نه ګټه نه شي اخیستلی.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند سید عبدالباسط انصاري وايي، افغان حکومت د نامنظمې کډوالۍ مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي ورکولو پروګرامونه پیل کړي چې تر ډېره یې مثبته پایله هم ورکړې ده.

د هغه په وینا، حکومت د ناقانوني کډوالۍ په لاره کې له کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه خبر دی او په همدې دلیل هڅه کوي چې ځوانانو ته ډېر پوهاوی ورکړي، څو له برخلیک سره یې لوبې ونه شي. نوموړی وايي، کډوال کولای شي د دغه وزارت د ۵۵۸۸ وړیا شمېرې سره اړیکه ونیسي او خپلې ستونزې ورسره شریکې کړي.

بې‌وزلي، ناامني او نامالومه راتلونکې لامل کېږي چې زیاتره هېوادوال په نامنظمه کډوالۍ نورو هېوادونو ته ولاړ شي.

افغان کورنۍ د ښې راتلونکې په هیله خپل اولادونه بهر ته لېږي، خو پر دې نه پوهېږي چې اولادونه یې د لارې په اوږدو کې له څومره ستونزو سره مخ کېږي او په ځینو مواردو کې ان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام