کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمدخان ویلي چې د دغه هېواد د بشردوستانه مرستو یوه جوپه چې ۱۸۰۰ټنه غنم پهکې شامل دي، په تورخم کې د اسلامي امارت چارواکو ته سپارل شوي دي.
د پاکستان سفیر نن پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې افغانستان ته د یادې جوپې په رسېدو سره له دغه هېواد سره د ۵۰۰۰۰ ټنه مرستو شویو غنمو د لېږد بهیر رسمي پیل شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د منصور احمدخان په وینا، د مرستو دغه لومړۍ جوپه د پاکستان د لومړي وزیر استازي شهزاد ارباب د افغانستان د پېښو وزارت سرپرست ته سپارلي دي.
د پاکستان حکومت له دې وړاندې ویلي چې افغانستان کې بشري وضعیت ته د رسېدنې لپاره د پنځه میلیارده پاکستاني کلدارو په ارزښت له افغانستان سره مرسته کوي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د یوه انسان ناورین له رامنځ ته کېدو خبرداری ورکړی و او ویلي وو چې د دغه هېواد اوسېدونکي به له سخت ژمي سره مخامخ شي.