نوراحمد قرلق هغه ځوان دی چې غوښتل یې په نامنظمه کډوالۍ یوه اروپايي هېواد ته ولاړ شي، خو نه یوازې هیلې یې پوره نه شوې، بلکې تر خاورو لاندې شو.
د نوراحمد قرلق خور مینا وايي، ورور یې افغانستان د ناامنیو او وزګارتیا له کبله پرېښود او له نامنظمې لارې ترکیې ته ولاړ.
هغه وايي، ورور یې لس کاله په ترکیه کې و او غوښتل یې کوم بل اروپايي هېواد ته ولاړ شي.
مینا وايي، کورنۍ یې د دې لپاره چې نوراحمد افغانستان ته راشي، کوژده یې ورته کړې وه، خو هغه له کوژدې نه ډېر کم وخت وروسته له ټولې نړۍ سره مخه ښه وکړه.
د مینا په وینا، بل ورور یې اته کاله په غزني کې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې پر دنده بوخت و، خو تېر کال هغه هم ووژل شو او اوس یې یوازې دوه لورګانې او مېرمن پاتې ده.
هغه زیاتوي، له خپلو درېوو ماشومانو او د مور کورنۍ سره په کابل کې یوه کرایي کور کې اوسېدل او ټول لګښتونه به یې همدغو دوو ورونو ورکول.
مینا وايي، په ترکیه کې یې د ورور د وژل کېدو په اړه ورته ډول ډول کیسې شوې دي. د مینا په وینا، که څه هم ځینو ورته ویلي چې د غلو له لوري وژل شوی، خو وروسته خبر شوي چې نوراحمد د غلو له لوري نه، بلکې په یوه هدفي برید کې وژل شوی دی.
هغه وايي، یوې نجلۍ به یې ورور ته پیغام لېږه او ورته ویل به یې چې هندۍ ده، څوک نه لري او د کار په موندلو کې دې ورسره مرسته وکړي. مینا زیاتوي، هغې نجلۍ به په یوازې توګه د لیدو غوښتنه ترې کوله، خو ورور یې نه ورته. د نوموړې په وینا، یوه ورځ یې د سیند غاړې ته غوښتی او ورور یې هم له یوه بل ملګري سره ورغلی چې هلته پرې یوه کس اته ډزونه کړي او وژلی یې دی.
مینا وايي، کله چې قاتل غوښتل د نوراحمد پر ملګري هم ډزې وکړي، خو یوه ترکي ځوان یې مخه نیولې او قاتل چې د سوریې هېواد دی، نیول شوی دی.
هغه وايي، د ورور قاتل یې ویلي چې نوراحمد یې خور ځوروله او په همدې دلیل یې وژلی، خو د نوراحمد ګاونډیانو د قاتل دغه ادعا بېبنسټه بللې ده.
دا یوازې نوراحمد نه دی چې د ښه ژوند په هیله يې د نامنظمې کډوالۍ پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی، بلکې ګڼشمېر نور ځوانان هم له ورته برخلیک سره مخامخ کېږي.
په همدې حال کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د رسنیو سلاکار سیدعبدالباسط انصاري وايي، د هغو کسانو لپاره چې غواړي په نامنظمه لاره کډوالي وکړي، د پوهاوي ورکولو بېلابېل پروګرامونه لري چې د رسنیو او ټولنیزو شبکو له لارې خپرېږي.
د انصاري په وینا، په نامنظمه کډوالۍ تلونکو کسانو ته د دغه سفر د ګواښونو په اړه معلومات ورکوي.
هغه زیاتوي، د ۲۰۲۰ کال له پیل نه تر اوسه ۵۰۰ زره کسان له بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړي ډول له ایران او پاکستان نه بېرته افغانستان ته را ګرځېدلي دي.
ډېری هېوادوال د خپل او کورنۍ ژوند د ښهوالي لپاره نامنظمې کډوالۍ ته مخه کوي، خو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د رسنیو برخې سلاکار عبدالباسط انصاري ټینګار کوي چې نامنظمې کډوالۍ نه یوازې د دوی ژوند نه سموي، بلکې له نورو ستونزو سره یې هم مخامخ کوي.
د کډوالۍ د معلوماتي مرکز یا MRC همغږی کوونکی سید شېرحسین هنریار وايي، دغه اداره د هغو کسانو لپاره چې غواړي په نامنظمه کډوالي ولاړ شي، له بېلابېلو لارو نه د مشورې ورکولو خدمتونه او له منظمو لارو چارو نه د کډوالۍ بدیلې لارې وړاندې کوي.
افغان چارواکي د عامه پوهاوي کچې لوړول، ځوانانو ته د کاري اسانتیاوو برابرول او امنیت هغه موارد بولي چې کولای شي د نامنظمې کډوالۍ او د هغې د ناوړه پایلو مخه ونیسي.