Asset 1SWN

سلام وطندار

ژورنالېست محمدرفېع صدیقي ومړ

Rafee-248x165 (1)

د کابل د قره‌باغ ولسوالي محلي او امنیتي مسوولان وايي چې د دوو خبریالانو جسدونه یې د قره‌باغ او ستالف ولسوالیو ترمنځ پیدا کړي دي.

د دوی په وینا، د خورشید ټلوېزیون د دوو خبریالانو جسدونه د دغې ولسوالي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د کابل د قره‌باغ ولسوال خواجه حنیف صدیقي سلام‌وطندار ته ویلي چې د خورشید ټلوېزیون مخکینی عملیاتي رییس محمدرفېع صدیقي او د هغه یوه همکاره فهیمه ګازو نیولي او مړه شوي دي.

هغه وايي، محمدرفېع صدیقي او فهیمه د ستالف ولسوالي اړوند په یوه کور کې مړه شوي او په وینا یې، د یادو کسانون په وجود کې داسې نښې نښانې نشته چې برید دې پرې شوی وي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي چې د خورشید ټلوېزیون مخکینی رییس محمدرفېع صدیقي ګازو نیولی او مړ شوی دی.

محمدرفېع صدیقي تر دې وړاندې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رسنیو کمېټې د رییس په توګه هم کار کړی و.

امنیتي مسوولانو په دې اړه خپلې څېړنې پیل کړې دي.

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام