د کندهار د پنجوايي ولسوالي اوسېدونکی میراجان ۲۷ کاله عمر لري، خو له څېرې چې د ژوند خواریو پرې ژور اغېز کړی، ۴۰ کلن ښکاري.

هغه له تېرو ۷ کلونو راهیسې په کندهار ښار کي اوسېږي او د خپلې کورنۍ سرپرستي یې پر غاړه ده.

میراجان کال وړاندې هوسا او ارام ژوند ته د رسېدو په اړه د یوه کس له خوا د نامنظمې کډوالۍ مشوره ترلاسه کوي.

هغه د خپل پلار په میراث د انارو یو ور رسېدلی باغ په ۲ سوه او ۴۵ زره پاکستانۍ کلدارې پلوري او ټولې پیسې د خپلې ښې راتلونکې په موخه دغه تش په نوم خواخوږي توریالي ته ورکوي چې «د ژوند په خوند يې پوه کړي.»

میراجان انساني قاچاقیانو ته د پیسو تر ورکولو یوه ورځ وروسته له دې پرته چې څوک خبر کړي، هرات خوځېږي.

نوموړي ته ویل شوي و چې هغه وخت د نامنظمې کډوالۍ په اړه حال ووايي چې له ډېرو پیسو سره بېرته خپل کور ته راستون شي.

میراجان ټوله شپه په ويښه تېروي او سهار وختي په پټه له توریالي او څو نورو ملګرو سره په کرولا موټر کې په داسې حال کې چې د ښې راتلونکې خوبونه ویني، د هرات او بیا د ایران پر لور حرکت کوي.

هغه وايي، پر لارې یې ډېرې سختۍ لیدلي او قاچاقیانو نه یوازې د خوراک او څښاک لپاره څه نه ورکول، بلکې وهل ډبول یې هم.

میراجان چې کله له کندهاره حرکت کړی، په درېوو میاشتو کې ترکيې او بیا یونان ته رسېدلی، خو پر لارې یې سختې ستونزې هم ګاللې دي.

نوموړی وايي، کله چې د قاچاقي لارو ترخې خاطرې ور یادې شي، سمدلاسه يې وجود ولړزېږي.

د هغه په وینا، هغه وختونه یې له یاده نه دي وتلي او اوس هم په خوب کې وېرېږي.

نوموړی وايي، له هغه وروسته چې د ترکيې او ایران پر پوله یې یوه میاشت انتظار وکړ، یوه نیمه میاشت نور یې د ترکيې په یوه کمپ کې د بندي په څېر ژوند کړی چې په وینا یې، پر خپل قاچاقي تګ سخت پښېمانه و.

میراجان زیاتوي، له داسي وضعیت سره مخ شوی چي ان له لوږې يې خاورې خوړلې دي. هغه له نورو ځوانانو غواړي چې په خپل هېواد کې خواري وکړي؛ ځکه نورو هېوادونو ته په قاچاقي لارو تګ له ژوند سره لوبې کول دي.

میراجان چې له ترکيې تش لاس بېرته راګرځېدلی او پوره شپږ میاشتې په کور کې ناروغ پروت و، له نورو ځوانانو غواړي چې هېڅکله هم د نامنظې کډوالۍ له لارې خپل ژوند خراب نه کړي.

په ورته وخت کې د پوهنتون استاد خیرمحمد اکمل وايي، ډېری ځوانان په هېواد کې د وزګارتیا له کبله ځان قاچاقیانو ته سپاري.

د هغه په خبره، په‌کار ده چي دولت د نامنظمې کډوالۍ مخنیوي لپاره په هېواد کې د ځوانانو لپاره کاري اسانتیاوې برابرې کړي.

د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رييس دوست محمد نایاب وايي، له هېواده بهر ته د نامنظمې کډوالۍ کچې راټيتولو لپاره د عامه پوهاوي ورکولو پر پروګرامونو یې کار پیل کړی دی.

د هغه په وینا، هڅه کوي ځوانان خبر کړي چې قاچاقي سفرونه مرګ ته د ځان په لاس ورکولو په مانا دي.

هغه وايي، د روان ۱۳۹۹ کال په اوږدو کې ۸۸۳ کډوالې کورنۍ د سپین‌بولدک له لارې بېرته کندهار ته راګرځېدلي، خو په وینا یې، د انساني قاچاق کومه ځانګړې پېښه ورسره نه ده ثبت شوې.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، اوس په ميلونونو افغان کډوال په ايران، پاکستان او نورو اروپايي هېوادونو کې د کډوالۍ سختې شپې او ورځې تېروي.

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام