بېوزلي، وزګارتیا او لوږې چې د جګړې د دوام له کبله یې په غور کې پر خلکو سیوری غوړولی، په دغه ولایت کې پر خوارځواکي د ماشومانو د اخته کېدو لامل شوي دي. یوشمېر کورنۍ چې ماشومان یې پر خوارځواکي اخته دي وايي، ډېرې شپې په وږې خېټه ویده کېږي.
ګلاحمد د هغه کوچني ماشومان پلار دی چې پر خوارځواکي اخته دی. هغه وایي، د بېوزلۍ، لوږې او د جګړې د دوام له کبله نه دی توانېدلی چې خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا او خپل کوچني ماشوم ته لازم خواړه ورکړي.
ګلاحمد وايي، سره له دې چې د خوراک لپاره یې څه نه لرل، خو بیا یې هم د خپل ماشوم د درملنې لپاره ۲۰ افغانۍ له چا په پور اخیستي او په وینا یې، زوی یې لا هم د خوارځواکۍ له رنځه کړېږي.
دا یوازې د ګلاحمد زوی نه دی چې له خوارځواکۍ رنځېږي، بلکې داسې ډېرې کورنۍ شته چې ماشومان یې د بېلابېلو لاملونو له کبله پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.
د غور اوسېدونکې شکریه هغه مور ده چې کوچنی ماشوم یې پر خوارځواکۍ اخته شوی دی.
هغه وایي، د بېوزلۍ له امله یې نوی زېږېدلی ماشوم کمزوری دی. د شکریې په وینا، بېوزله دي او د خوړو لپاره څه نه لري؛ نو ځکه یې ماشوم خوارځواکه وزېږېد او اوس هم پر خپل حال دی.
د غور د عامې روغتیا ریاست سرپرست عبداللطیف رحیمي وایي، که څه هم په دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو کره شمېرې نه لري، خو د سمارټ ادارې د شمېرو له مخې چې په ۲۰۱۶ کال کې یې خپرې کړې وې، ۸،۴ سلنه ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخامخ دي.
د نوموړي په وینا، لوږه، بېوزلي او د جګړې دوام په دغه ولایت، په تېره په لرې پرتو سیمو کې پر خوارځواکۍ د ماشومانو د اخته کېدو لامل شوي دي.
د غور د ولایتي شورا غړی عبدالحمید ناطقي هم د دغه ولایت د اوسېدونکو ناسم ژوند په اړه د اندېښنې ترڅنګ وایي، سره له دې چې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره میلیونونه ډالره مرستې کوي، خو بیا هم د دغه ولایت ۸۰ سلنه وګړي له بېوزلۍ سره لاس او ګریوان دي.
دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې ټولنې تازه په جنیوا ناسته کې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره له افغانستان سره ۱۳ میلیارډه ډالره مرسته اعلان کړه. اوس به ولیدل شي چې یادې مرستې د افغانانو، په تېره هغو ماشومانو په ژوند کې چې پر خوارځواکۍ اخته دي، کوم مثبت بدلون راوستلی شي، کهنه.