که څه هم ټاکل شوې وه چې د دولت د سولې مرکچي پلاوی نن د سولې خبرو د دویم پړاو د پیل لپاره قطر ته ولاړ شي، خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، ټاکل شوې یاد پلاوی په قوي احتمال سبا د قطر پلازمېنې دوحې ته ولاړ شي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي، د دولت د سولې مرکچي پلاوي د سولې دویم پړاو خبرواترو لپاره بشپړ چمتووالی نیولی او ښايي سبا دوحې ته وخوځېږي.
د دولت د سولې مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي هم وايي چې ټاکل شوې دغه پلاوی سبا قطر ته ولاړ شي.
هغې نن په کابل کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، د دولت د سولې مرکچي پلاوی چې د لنډې مودې لپاره د مشورو او د خلکو د نظریاتو راټولولو او د دولت د مشرتابه د لارښوونو لپاره هېواد ته راغلی و، په ډېر احتمال به سبا بېرته قطر ته ستون او د سولې دویم پړاو مذاکرات به پیل کړي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري او د سولې مرکچي پلاوي غړې فوزیې کوفي دا نه ویل چې یاد پلاوی ولې نن قطر ته نه دی تللی.
په قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي ویاند محمدنعیم تېره ورځ سلاموطندار ته ویلي و چې د سولې دویم پړاو خبرواترو لپاره چمتووالی لري او پر ټاکل شوي وخت به یې پیل کړي.
د دولت او طالبانو د سولې مرکچیانو له درې میاشتو خبرواترو وروسته نږدې شل ورځې وړاندې دمه وکړه او د دویم پړاو خبرو د پیل لپاره یې د جنوري میاشتې پنځمه نېټه وټاکله.
دا په داسې حال کې ده چې د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرواترو له پیل سره سم په هېواد کې جګړې زور اخیستی او اوس تر بل هر وخته ډېر خبریالان، د مدني ټولنې او بشري حقونو فعالان او ملکیان نښه ګرځول کېږي.