ولسمشر محمد اشرف غني په یوه فرمان کې چې د لړم میاشتې په اته‌ویشتمه لاسلیک شوی، په افغانستان کې د هغو پاکستاني بندیانو د خوشې کولو حکم صادر کړی چې «د محکمو د قطعي او وروستي حکم» پر بنسټ بندیان دي.

د دغه فرمان په متن کې چې پر ټولینزو رسنیو لاس په لاس کېږي، د افغانستان له بندخونو نه د پاکستاني بندیانو د خوشې کولو دلیل «ښه نیت او له پاکستان سره د دوستانه اړیکو ټینګښت» یاد شوی دی.

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل د دغو بندیانو د خوشې کولو په غبرګون کې پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي: «ډاډه یم چې اسلم فاروقي او سلګونه پاکستاني ترهګر چې زموږ زرګونه هېوادوال یې شهیدان کړي، ای‌اېس‌ای ته په بډو ورکولو کې خوشې کېږي.»

نوموړي د پاکستان بندیانو د خوشې کولو په اړه د ولسمشر غني فرمان ته په اشارې ویلي چې اشرف غني په واک کې د پاتې کېدو لپاره، په افغانستان کې د ستونزو زیاتېدو لامل شوی دی.

هغه فرمان چې ولسمشر غني صادر کړی، څلور مادې لري.

د دغه فرمان په لومړۍ ماده کې لیکل شوي: «د پاکستان اسلامي جمهوریت هغه شمېر بندیان چې د بند موده یې تر یوې میاشتې پورې پاتې وي، په بند کې پاتې دوره ورته بښل کېږي او له بنده دې خوشې شي.»

د یاد فرمان په دویمه ماده کې لیکل شوي: «د دغه فرمان په لومړۍ ماده کې د یادو شویو بندیانو نغدي سزا او د پاکستان اسلامي جمهوریت هغه بندیان چې د بند موده یې پوره شوې، خو د نغدي سزا غرامت نه شي ورکولی، و دې بښل شي.»

په درېیمه ماده کې لیکل شوي چې د دغه فرمان د عملي کولو مسوولیت هغه کمېسیون ته سپارل شوی چې د لوی اختر په مناسبت یې د بندیانو خوشې کولو لباره ټاکلی و.

په څلورمه ماده کې د دغه فرمان د نافذېدو موده د لړم میاشتې دېرشمه نېټه ښودل شوې ده.

د پاکستاني بندیانو د خوشې کولو فرمان کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر له راتګ یوه ورځ مخکې لاسلیک شوی دی. عمران خان د لړم میاشتې په نهه ویشتمه، د پنجشنبې په ورځ کابل ته راغی. په کابل کې د اسلام‌اباد سفارت د دغه سفر موخه د دوه‌اړخیزو اړیکو پیاوړتیا ښودلې وه.

د ملي امنیت لوی ریاست اووه میاشتې وړاندې د داعش ډلې د خراسان څانګې رهبر اسلم فاروقي له نولسو کسانو سره یوځای ونیوه. په نیول شویو کسانو کې قاري زاهد او سیف‌الله چې په ابو طلحه پاکستاني مشهور دی، هم شامل وو.

اسلام فاروقي په خپلو لومړنیو څرګندونو کې د داعش ډلې له خراسان څانګې سره د سیمې د استخباراتو له ژورو اړیکو نه پرده پورته کړې وه.

د پاکستان دولت د اسلم فاروقي له نیول کېدو څه موده وروسته په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر ور وغوښت او د اسلم فاروقي د ور سپارل کېدو غوښتنه یې ترې وکړه.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام