وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په خپل تازه راپور کې ویلي چې یو شمېر پخواني افغان چارواکي په بهر کې د میلیونونه ډالرو په ارزښت کورونه جوړ کړي او له خپلو کورنیو سره یوځای ژوند کوي.

د دغه ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، د افغانستان د پخواني حکومت لوړپوړي چارواکو په وروستیو کلونو کې او پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو مخکې،  په متحده ایالاتو، ترکیې، متحده عربي اماراتو او نورو هېوادونو کې د شانداره کورونو په اخیستو یې میلیونونه ډالر لګولي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه راپور د امریکا د عامه اسنادو، مرکو او نورو شواهدو له مخې چمتو شوی دی. د دغه راپور له مخې، د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ته د نږدې کړۍ زیات شمیر څېرې او همداشان پخواني جهادي قوماندانان او د افغانستان د ملي شورا پخواني غړي، هېواد څخه بهر شانداره ژوند لري.

په همدې حال کې یو شمېر هېوادوال سلام‌وطندار سره په خبرو کې وایي چې پخوانیو چارواکو له افغانستان څخه د ملي شتمنیو په لېږد، ولس سره ستر خیانت کړی او افغانان یې له لوږې سره مخ کړي دي.

دوی وایي، د پخوانیو چارواکو موخه یوازې پیسې او د واک ترلاسه کول و او د ولس د ستونزو د حل لپاره یې هېڅ کار ونه‌کړ.

د کابل ښار اوسېدونکی رحمت‌الله وایي: «اوس افغانستان کې داسې بد وضعیت راغلی او دوی له افغانستان څخه ټوله پانګه وتښتوله، موږ څلور میاشتې وشوې معاش نه دی اخیستی.»

 د کابل ښار بل اوسېدونکی محمد اسلام وایي: «هغه خلک ټول غله و، هغو پیسو ته یې چې اړتیا درلود راغلل هغه یې هم یوړل، هغوی د دې ملت نه و او نه هم ملت د هغوی، د هغوی هدف یواځې پیسې وې.»

کابل ښاریان وایي چې تاریخ به هېڅکله د هغو چارواکو کړنې او خیانت هېر نه‌کړي او له دې وروسته په دې هېواد کې هم ځای نه لري.

عطا‌‌محمد نور، عبدالرشید دوستم، د مالیې پخواني وزیران هر یو خالد پاینده او اکلیل حکیمي، د اقتصاد وزیر مصطفی مستور او د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار حمدالله محب هغه کسان دي چې وال سټریټ ژورنال په خپل دغه راپور کې د ګران‌بیه کورونو او رنګین ژوند په اړه یې څیړنه کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا لومړی ځل نه دی چې بهرنۍ رسنۍ د پخوانیو افغان چارواکو د غلاو په اړه راپور خپروي، بلکې له دې مخکې هم د یو شمېر چارواکو نومونه چې په میلیونونه ډالر یې غلا کړي او له هېواد څخه تښتېدلي خپاره شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام