د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له اسلامي امارت څخه غوښتي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو د تړل‌کېدو پرېکړه بېرته واخلي. 

دغه وزارت تازه له اسلامي امارت څخه غوښتي چې د منځنۍ او لېسې دورې نجونو زده‌‌کوونکو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې ویناپاڼه کې ویلي چې دغه هېواد د افغانانو د بشري اړتیاوو ملاتړ ته ژمن دی او تر هغې به د اسلامي امارت پر مشرانو خپلو فشارونو ته دوام ورکوي، څو د افغانستان د ټولو اتباعو بشري حقونو ته د درناوي په برخه کې خپلې ژمنې عملي او افغان نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

یاد وزارت دا ویناپاڼه په جېنوا کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د یو شمېر هېوادونو ترمنځ د افغانستان د بشري وضعیت ارزونې او مرستو راټولولو له انلاین ناستې وروسته نن سهار خپور کړی دی.

په ویناپاڼه کې ټینګار شوی چې که اسلامي امارت له خپلو کړیو ژمنو په شا شي، د افغانانو د اقتصادي ودې او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د ښه‌کولو په برخه کې به د اسلامي امارت هیلو ته سخت زیان ورسېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

 بل‌خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند بېګاه ناوخته په یوې خبري ناسته کې هم له اسلامي امارت څخه له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پیل غوښتنه وکړه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام