روزګان کې محلي مسوولان سلاموطندار ته وايي چې پرون ناپېژنده وسلهوالو د دغه ولایت اړوند په دهراوود ولسوالي کې پر یوه موټر ډزې کړي چې له امله دوه کسان وژل شوي دي.
د روزګان ولايت د اطلاعات او فرهنګ ريیس محمد اصف د يادي پيښې په اړه سلاموطندار ته وويل چې پېښه د دهراوود ولسوالي په «ده سياه سنګ» سيمه کې رامنځته شوي ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د محمد اصف په خبره چې سيمه ته د اسلامي امارت ځواکونه رسېدلي او د وژنې په تور يې درې کسان نيولي چې دامهال ورڅخه څېړنې روان دي.
د اطلاعات او فرهنګ د رییس په خبره، وژل شوي کسان د عبدالجان او جمعه خان په نومونو دي چې دواړه د دهراوود ولسوالي اوسېدونکي وه.
تراوسه معلومه نه ده چې وژل شوي کسانو څه دنده ترسره کوله، خو له دې مخکې په ورته پېښو کې ډېری وخت د تېر نظام کسان په مرموزو وژنو کې په نښه شوي دي.