د ملګرو ملتونو امنیت شورا بېګاه ناوخته افغانستان کې د اقتصادي او بشري وضعیت د ارزونې په اړه غونډه وکړه.
که څه هم دغه ناسته د افغانستان په اړه جوړه شوې وه، خو د نړۍ سترو هېوادونو او سیالانو دې ناسته کې پر یو بل تندې نیوکې وکړې. ویل کېږي چې دغه ناسته د روسیې او امریکا د استازیو ترمنځ په لفظي شخړې پیل شوه.
د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ناستې په اړه وايي چې دغه ناسته له لفظي شخړو ډکه وه او په وینا یې، نړۍ د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت یوازې پرېښی دی.
نوموړي وویل: «امریکا غواړي د افغانستان بانک شتمني ملګرو ملتونو ته ورکړي، روسیه او چین بیا د شتمنیو د مصرف څرنګوالي په اړه په ملګرو ملتونو باور نه لري. نړۍ افغانستان یوازې پرېښی او حکومت هم خپل عواید له خلکو راټولوي. بېګانۍ ناسته له لفظي شخړو ډکه وه.»
په ورته مهال ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لینډا ګرینفیلډ ویلي، هر هغه هېواد چې له ترهګرۍ سره پر مبارزې ژمنتیا لري، نه غواړي چې دغه شتمني د افغانستان اوسني سرپرست ته ورکړل شي.
په همدې حال کې په دغه ناسته کې د اوکراین کړکېچ په اړه هم خبرې وشوې چې د دغه هېواد په اړه د خبرو ډېره برخه هم د چین د استازي وه.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج د دې غونډې په اړه وايي: «که څه هم د یادې ناستې اجنډا د افغانستان په اړه وه، خو اصلي موضوع یې د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ سیالي وه، یعنې روسیه او امریکا، په ټولییز ډول دا سیالي د دغو دوو هېوادونو ترمنځ ده. دوی خپلې ګټې په نظر کې لري او سیالان دي. افغانستان یوازې یوه پلمه وه او دغه ناسته به پایلې هم ونه لري.»
د امنیت شورا ناسته کې ګډونوالو د افغانستان د بشري او اقتصادي وضعیت په اړه هم اندېښنه وښوده. د اسلامي امارت له لوري پر ښځو د بندیزونو دوام، له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکوونکو د ښوونځيو تړلي پاتېکېدل او د بېوزلۍ ډېروالی هغه څه وو چې دې ناسته کې پر ټينګار وشو.
د یوناما سرپرست مارکس پوټزل دې ناسته کې وویل چې اسلامي امارت باید خپلې کړې ژمنې عملي کړي او په وینا یې د نجونو او ښځو حقونو ته دې درناوی ولري.
پوټزل زیاته کړه چې اسلامي امارت د دې پرځای چې خپلې ژمنې عملي کړي، د خپل ارضي تمامیت د تضمین پربنسټ د رسمیت پېژندنې غوښتنه کوي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا په داسې مهال ده چې څه باندې یو کال د اسلامي امارت د بیاواکمنېدو څخه تېرېږي، خو لا هم اوسنی سرپرست حکومت چا په رسمیت نه دی پېژندلی.