په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما نن دوشنبه د تلې یوولسمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د کابل د لوېدیځ دشت‌برچي سیمه کې پر کاج ښوونیز مرکز د شوي برید له امله د مرګ‌ژوبلې شمېرې په زیاتېدو دي.

یوناما ویلي چې دې پېښه کې د وژل شویو شمېر ۴۳ او د ټپیانو بیا ۸۳ ته لوړ شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه بنسټ ویلي، د یاد برید اصلي قربانیان نجونې او ځوانې ښځې دي. یوناما زیاته کړې چې د مرګ‌ژوبلې شمېرې ښايي له دې هم زیاتې شي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي همداراز لیکلي چې د دغه سازمان د بشري‌حقونو ډلو له لوري د پېښې د رښتیا معلومولو بهیر پیل شوی دی.

د تېرې جمعې پر ورځ د تلې پر اتمه نېټه د کابل په لوېدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز برید وشو چې په کور دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه راوپارول.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

تراوسه د دغه برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام