د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولانو نن سهشنبه کابل کې د یوې خبري ناسته پرمهال د خپل یوه کال لاستهراوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهابالدین دلاور په یاده خبري ناسته کې وویل چې دغه وزارت په تېر یوه کال کې نږدې ۱۵۸ واړه کانونه د داوطلبۍ له لارې په قرار داد ورکړي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست زیاته کړې چې د هر معدن د تړون ټیټه بیه ۶۶۵زره افغانۍ ده چې له دې درکه میلیونونه افغانۍ د دولت خزانې ته راټولې شوې دي.
نوموړي وویل: «۱۵۸ کانونه مو داوطلبۍ ته ورکړي. په بېلابېلو ولایتونو کې د سفرایټ، کرونایډ، جست، فلورایډ، کچ، چونه او نور دي چې جواز مو هم ورکړی دی.»
د دې ترڅنګ د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولانو ویلي چې د مخکیني حکومت پرمهال د ۱۳ کانونو تړونونه یې هم غځولي دي. د کانانو او پټرولیم وزارت سرپرست زیاته کړه، هغه تړونونه چې په مخکیني حکومت کې لاسلیک شوي، یو لړ تعدیلات یې پهکې راوستي دي.
بلخوا د یاد وزارت سرپرست په غور کې د ۸۰۰ کیلو مټر مربع د سرب کان او د هرات په غوریان ولسوالي کې د اوسپنې کان د استخراج چارو له پیلېدو هم خبر ورکوي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یادونې وړ ده چې د کانونو او پټرولیم وزارت د خپلې ۵۶۲ میلیونه افغانۍ عادي او ۱۸ میلیونه افغانۍ پراختیايي بودجې څخه تراوسه ۴۱سلنه عادي او ۱۰سلنه پراختیايي بودیجه مصرف کړې ده.