طالبانو او په بنجشېر ولایت کې د دغې ډلې پر وړاندې د جوړې شوې مقاومت جبهې د رامنځ ته شوې ستونزې په سولهییز حل لار ټينګار کړی او ویلي یې دي چې د دواړو پلاویو ترمنځ په دې اړه خبرې روانې دي.
څه باندې یوه اوونۍ کېږي چې طالبانو د افغانستان په ۳۳ولایتونو خپله ولکه ټينګه کړې او پنجشېر یوازینی هغه ولایت دی چې تراوسه د طالبانو لاس ته نه دی لوېدلی.
د سلاموطندار پښتو فېسوکپاڼه وڅارئ
د طالبانو پر وړاندې په پنجشېر ولایت کې د احمد مسعود په مشري د جوړې شوې مقاومت جبهې غړي وایي، که څه هم دغو خبرو مثبته پایله نه ده ورکړې، خو یوه سولهییز حل لار ته رسېدل یې په لومړیتوب کې دي.
د یادې جبهې غړی او احمد مسعود ته نږدې څېره عبدالقادر فقیرزاده وایي، که چېرته طالبان د نظامي او زور له لارې د دغه ولایت د نیولو هڅه وکړي، له سخت مقاومت سره به مخ شي.
هغه زیاته کړه: «د داړو اړخونو پلاوي په اړیکه کې دي، هڅې دا دي چې اختلافات په سولهییزه توګه هوار شي او هیلهمند یو چې دغه خبرې یوې پایلې ته ورسېږي او اوس هم د خبرو دروازې خلاصې دي.»
په ورته مهال د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د دغې ډلې جنګیالي پنجشېر ولایت ته نږدې ځای پرځای شوي او دغه ولایت یې کلابند کړی دی.
هغه همداراز ټينګار کوي چې په سولهییزه توګه د ستونزو د هواري هڅې روانې دي.
نوموړي وویل: «مجاهدین د بدخشان، تخار او اندراب له لارې پنجشېر ولایت ته نږدې ځای پرځای شوي دي. د سالنګ لویه لار پرانیستې ده او دښمن په پنجشېر ولایت کې کلابند دی. اسلامي امارت هڅه کوي، څو ستونزه په سولهییزه توګه حل کړي.»
پنجشېر هغه ولایت دی چې تراوسه د طالبانو تر کنترول لاندې نه دی راغلی. وروسته له هغې چې طالبانو د هېواد ولایتونه تر خپلې ولکې لاندې راوستل، احمد مسعود او د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په دغه ولایت کې طالبانو پر وړاندې د مقاومت او درېدو اعلان وکړ.