د څښاک پاکو اوبو له کمښت د کابل ښاریانو شکایت

د پلازمېنې یوشمېر اوسېدونکي کابل ښار کې د څښاک پاکو اوبو له کمښت څخه اندېښنه ښيي او وايي، د څښاک اوبو ته لاسرسی نه‌لري.

د کابل ښار د کارته اریانا اوسېدونکی حاجي سرور چې کور یې د ښار په یوې غونډۍ کې دی، وايي چې هره ورځ د څښاک پاکو اوبو لپاره د ښار ښکته سیمې ته ځي.

د کابل په ښوونځیو کې د ښوونکو له کمښت د زده‌کوونکو شکایت

د کابل ښار د دولتي ښوونځیو یوشمېر زده‌کوونکي شکایت کوي چې د ښوونکو د کمښت له امله یې درسي بهیر ټکنی شوی دی.

کابل کې د یوه ښوونځي د نهم ټولګي زده‌کوونکی احسان سلام‌وطندار ته وايي چې ښوونځی یې د ښوونکو له کمښت سره مخ دی او یو ښوونکی ورته څو مضمونونو تدریسوي.

د بادغیس اوسېدونکي روغتیايي مرکزونو کې د درملو له کمښت څخه شکایت لري

د بادغیس یو‌شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت‌، ولایتي روغتون په ګډون په ټولو روغتیایي مرکزونو کې د درملو له کمښت څخه شکایت کوي او وايي، اړ دي چې د خپلو ناروغانو د اړتیا وړ درمل، د مرکز قلعه‌نو ښار له درملتونو څخه په لوړه بیه وپېري.

بغلان کې د کوویډ۱۹ روغتون د کارکوونکو اعتراض

د بغلان ولایت د کووویډ۱۹ روغتون ډاکټرانو او کارکوونکو نن د دغه روغتون ودانۍ مخته لاس په اعتراض پورې کړ. دوی وايي چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې یې خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي او له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي. دوی ټينګار کوي چې دغه روغتون د درملو او تجهیزاتو له کمښت سره مخ دی او که چېرته ستونزو ته  یې رسېدنه ونه شي، دغه روغتون به وتړل شي.

 فراه کې د روږدو کسانو د درملنې روغتون د امکاناتو له کمښت سره مخ دی

په فراه کې د روږدو کسانو د درملنې د ۱۰۰ بستریز روغتون مسوول عبدالودود نیازی سلام‌وطندار ته وايي چې دوی د ناروغانو د زیاتېدو، د ځای، درملو او خوراکي توکو د کموالي له امله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د نیازي په وینا، دوی خپلې ستونزې له محلي او مرکزي چارواکو سره شریکي کړي او هڅه کوي چې ورته رسېدنه وکړي.

اسلامي امارت ته د درملو کمېدو خبرداری

په داسې حال کې چې د عامی روغتیا وزارت چارواکي وایې چې د درملو، لابراتوارونو او ډاکټرانو د فیسونو لپاره یې نرخنامې ټاکلي، خو د درمليزو خدمتونو د ټولنې رییس اسدالله کاکړ وایې، چارواکي دې د درملو د نرخونو د کنټرول پر ځای، د درملو د نه شتون ستونزه حل کړي. نوموړی وايي، هغه مهم درمل چې د ناروغانو د عملیات پر مهال اړین دي، په خلاصېدو دي.

اروپايي ټولنې له افغانستان سره د ۲۵ ټُنه درملو مرسته وکړه‎

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې مخکینی ځانګړی استازی رولانډ کوبیا په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې اروپايي ټولنې ۲۵ ټُنه د درملو مرسته افغانستان ته لېږلې ده. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې مخکیني استازي ویلي، د اړمنو کسانو لپاره د اروپايي ټولنې د مرستو دغه جوپه پرون افغانستان ته رسېدلې. نوموړي دغه مرسته « د خلکو ژوند ژغورلو درمل» یاد کړي .