د امر بالمعروف وزارت: تېر یوه کال کې مو نږدې ۸۰۰۰ شکایتونه څېړلي

ملت ته د دولت د حساب ورکولو په دوام، د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت مسوولانو نن د دغه وزارت د تېر یوه کال کاري راپور چې تل یې په کور دننه او بهر غبرګونونه را پارولي وو، وړاندې کړ. دغه وزارت په تېره یوه کال کې د افغان ښځو پر وړاندې بېلابېل محدودیتونه لګولي او همدا لامل و چې وخت‌ناوخت به یې د خبرونو د سر ټکي جوړول.

افغانانو سره د بشري مرستو کمېدل؛ کارګران: مرستو ته مو اړتیا نوره هم ډېره شوې

خان‌ملا چې د کابل یوه څلورلارې کې یې د مزودورۍ پیدا کولو په موخه دېوال ته ډډه وهلې وايي، سهار وختي له کوره را وتلی چې کار ومومي، خو لا چا نه‌دی بیولی. هغه چې د کورنۍ سرپرستې یې پر غاړه ده وايي، تېرو دوو کلونو کې پنځه ځله ورسره مرسته شوې، خو اوس یې ورته اړتیا ډېره شوې ده.

کابل کې کارګران: کار نشته، د ژوند لګښتونه نه شوو برابرولی

د سهار ۱۱ بجې دي. حسام‌الدین چې د رنګمالۍ سامان یې په یوه سطل کې اچولی او د ښار پر یوه سړک یې دېوال ته تکیه کړې وايي، له سهار راهیسې کوڅه په کوڅه په کار پسې ګرځېدلی، خو پیدا کړی یې نه دی.
هغه چې د کابل ښار د شوربازار اوسېدونکی او رنګمال دی، وايي چې له لوی اختر راهیسې یې یوه ورځ کار هم نه‌دی موندلی.

فاریاب کې د کارګرو ماشومانو زیاتوالی؛ «که ډوډۍ ولرو، خوښېږي مې درس ولولم»

دولس کلن سهرا چې ټوله ورځ د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې د خلکو د بوټانو په رنګولو تېروي وايي، اقتصادي ستونزو اړ کړی چې له دې لارې خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.
هغه چې د ښوونځي د پنځم ټولګي زده‌کوونکی و وايي، هیله یې لرله چې یوه ورځ ډاکټر شي، خو بې‌وزلۍ له زده‌کړو بې‌برخې کړی او اوس یې د ډاکټر کېدو هیله پر خوب بدله شوې ده.

پر افغان ښځو د ا.ا د محدودیتونو دوام؛ ښځینه مدافع وکیلانې پر کوم برخلیک اخته دي؟

د سلام‌وطندار موندنې چې له ۲۶ ښځینه مدافع وکیلانو سره د مرکو له لارې ترلاسه شوي، ښيي چې یادې وکیلانې د افغانستان اسلامي جمهوریت له سقوط وروسته له امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوې دي. د دغو وکیلانو له ډلې ۱۹ هغو یې ویلي چې له امنیتي ګواښونو له کبله په یوه سیمه کې دوامدار ژوند نه‌شي کولای.

جوزجان کې یوه ځوان بهر ته د تګ په پیسو د بادرنګو درې سړې خونې جوړې کړي

د جوزجان اوسېدونکی انصارالحق ځوانانو د کارموندنې په موخه ایران او سعودي عربستان ته د تګ پیسې د بادرنګو د تولید پر درېوو خونو لګولې دي.
هغه د دغه کار موخه پانګونې ته د ځوانانو هڅونې او د نامنظمې کډوالۍ مخنیوي یادوي او وايي، د ټولنې هر غړی خپل مسوولیت لري چې باید سر ته یې ورسوي.

د ښځو پر کار بندیز افغانې مېرمنې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړي

یوشمېر افغانې ښځې چې مخکې یې د پوهنې وزارت په ګډون، د ښځو حقونو په ملاتړو بنسټونو، نادولتي موسسو، پوهنتونونو، رسنیو او مخابراتي شرکتونو کې کار کاوه وايي، له هغه وروسته یې چې پر کار بندیز لګېدلی، وزګاره شوي او سختې اقتصادي ستونزې تجربه کوي.

شهاب‌الدین دلاور: له دې وروسته به ماشومان په کانونو کې کار نه کوي

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وايي چې له دې وروسته به ماشومان د هېواد په کانونو کار نه کوي او له سرغړونکو سره به قانوني چلن کېږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور دغه څرګندونې نن یکشنبه د غبرګولي ۱۴مه بغلان ته د خپل سفر پر مهال کړي دي.

پر ښځو د محدودیتونو دوام یو‌شمېر نجونې په کم عمر کې واده ته اړ کړي

د ښځو حقونو یو‌شمېر فعالانې وايي چې د ښځو حقونو ملاتړ بنسټونو په ځانګړې توګه د ښځو چارو وزارت د فعالیتونو درېدو له امله د جبري او په کم عمر کې د ودونو کره شمېر په لاس کې نه‌لري، خو په وینا یې، هغه اطلاعات او راپورونه چې دوی ته رسېدلي، ښايي چې هېواد کې د جبري او کم عمر کې د ودونو شمېر زیات شوی دی.

د پوهنتون د وروستي کال زده‌کړیالان له فراغت وروسته وزګارتیا ته اندېښمن دي

یوشمېر هغه زده‌کړیالان چې سږ کال فارغېږي وايي، تمه نه لري چې له فراغت وروسته به ځان ته کار ومومي. دوی له مسوولانو غواړي چې د کار اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
د کابل د يوه خصوصي پوهنتون زده‌کړیال محمداصف وايي، څو مياشتې وروسته به د لېسانس دوره بشپړه کړي، خو اندېښمن دی چې کار به ونه مومي او بې‌برخلیکه به پاتې شي.

هلمند کې د چرګانو فارمونو کې ۶۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

هلمند کې د غوښن چرګانو یوشمېر فارم لرونکي وایې چې دغه ولایت کې څه باندې ۱۰۰۰ د چرګانو فارمونه فعال دي چې په‌کې شاوخوا ۶۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د غوښن چرګانو یاد فارم لرونکي سلام‌وطندار ته وايي چې هره ورځ، لسګونه زره کیلو غوښه د هلمند ترڅنګ نورو ولایتونو ته هم صادروي.

د کارګر نړیواله ورځ؛ افغان کارګران: د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو ته حیران یوو

د مې میاشتې لومړۍ نېټه د کارګر نړیواله ورځ ده. افغان کارګران وايي چې وزګارتیا یې ځوروي او هره ورځ د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره د کابل ښار څلورلارو ته راځي، خو بېرته تش لاسونه ګرځي.
خیرمحمد چې ۶۴ کاله عمر لري، نن په دې نیت له کوره راوتلی چې کار به ومومي او بېګاه ته به خپلې کورنۍ ته پرې خوراکي توکي یوسي.

د افغانستان په اړه د دوحې غونډه؛ «د افغان ښځو زده‌کړو او کار ته دې لاره هواره شي»

یوشمېر کابل ښاریان په دوحه کې د افغانستان په اړه د غونډې پیلېدو سره سم وايي، تمه لري چې په دې غونډه کې به د افغانستان روان کړکېچ ته د پای ټکی کېښودل شي او د دوی ژوند به ورسره مثبت بدلون ومومي. د دولسم ټولګي زده‌کوونکې نجمه نبي‌زاده وايي، افغان نجونې او ښځې تمه لري چې د دوحې غونډه کې به یې د زده‌کړو او کار لپاره اسانتیاوې برابرې شي.

د امنیت‌شورا پرېکړې ته غبرګون؛ ا.ا نړۍ ته: د افغانستان کورنیو مسایلو ته درناوی ولرئ

د ا.ا  د بهرنیو چارو وزارت د ملګروملتونو امنیت شورا پرېکړه‌لیک ته په غبرګون کې ویلي چې د ښځو اړوند بحثونه د افغانستان کورنۍ مسله ده او پر نورو هېوادونو اغېز نه‌لري. د ملګروملتونو امنیت شورا تازه په یوه پرېکړه‌لیک کې له ا.ا غوښتنه کړې چې د ښځو پر کار او د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه لرې کړي.

الدرداري: پرېکړې باید داسې ونیول شي چې افغانستان له ناورینه وباسي

د جمهوریت له پرځېدو وروسته پر نړیوالو مرستو ولاړ د افغانستان اقتصادي جوړښت هم وپاشېد او د ملګروملتونو او نورو نړیوالو سازمانو بشردوستانه مرستو ته د افغانانو اړتیاوې ډېرې شوې، هغه څه چې افغانان یې تر بل هر وخت اغېزمن کړي او ا.ا سره یې د نړیوالې ټولنې د تعامل پر څرنګوالي هم اغېز کړی دی.

دولتي ادارو کې د متقاعدینو او معلولانو ګومارنه له غبرګونونو سره مخ شوې

د ا.ا حکومت په تازه‌ګۍ سره پرېکړه کړې هغه معلولان او متقاعدین چې د کار کولو وړتیا ولري، په حکومتي ادارو  کې به یې پر دندو وګوماري.

خو دغه پرېکړه د معلولانو او متقاعدینو له دوه‌ګوني غبرګون سره مخ شوې ده. یو‌شمېر متقاعدین له دې پرېکړې د هرکلي ترڅنګ وايي چې ډېری متقاعدین د کار کولو وړتیا لري او په خپلو دندو کې مسلکي دي.