یوه ایراني هوايي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولان وايي چې د «کېش اېرلاین» هوايي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې دي.

د یاد وزارت مرستیال غلام جیلاني وفا ویلي، دغه ایرانی شرکت چې نیمه دولتی دی. پرون یې له ایران څخه خپله لومړۍ الوتنه د افغانستان کندهار ولایت ته کړې ده.

د هرات د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړل

د هرات د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان وايي، دوی له ډېرو هڅو وروسته بریالي شو چې د ښځو د فعالیتونو په برخه کې د اسلامي امارت، سوداګرو او یو‌شمېر هېوادونو ملاتړ راجلب او خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي. دوی له ا.ا غواړي چې ښځو ته د هېواد د پرمختګ په برخه کې ونډه ورکړي.

پکتیا کې د څښاک اوبو رسولو د لسو پروژو چارې پيل شوې

 د پکتیا ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولان وايي چې د یونیسف ادارې په مالي لګښت او د ډاکار موسسې له‌خوا د دغه ولایت په مرکز ګردیز او ۸ ولسوالیو کې د ۴۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د څښاک پاکولو اوبو رسولو د لسو پروژو چارې په رسمي توګ پيل شوې.

د نړیوالو ټلوېزیونونو پر نشراتو بندیز؛ ا.ا: اسلامي او افغاني فرهنګ ته یې پام نه کاوه

وروسته له هغې چې اسلامي امارت په افغانستان کې د یو‌شمېر بهرنیو رسنیو پر ټلوېزیوني خپرونو بندیز ولګاوه، اوس د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان وايي، یاده پرېکړه یې له دې امله کړې چې دغو رسنیو د «هېواد افغاني او اسلامي فرهنګ» ته پام نه کاوه.

بلنکېن ا.ا ته: د نجونو ښوونځيو نه پرانسته به مو نړۍ سره اړیکې زیانمنې کړي

له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو تړل پاتې کېدو پرېکړې ته د غبرګونونو پر دوام، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکېن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، که چېرته دغه پرېکړه ژر تر ژر لغوه نه‌شي، له نړۍ سره به د اسلامي امارت اړیکې زیان وویني. نوموړي ټينګار کړی چې د افغان نجونو او د دوی له کورنیو سره څنګ په څنګ ولاړ دی.