بې‌وزلۍ د ۱۵کلنې زینب او د هغه د ورور هیلې ترې واخیستې

۱۵کلنه زینب په کابل کې د هغو ماشومانو له ډلې یوه ده چې د خپلې کورنۍ لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره له سهاره تر ماښامه په دغه ښار کې د خلکو بوټان رنګوي. هغه له خپل کوچني ورور سره له دې امله دې کار ته اړ شوې چې د اسلامي امارت په راتلو سره یې معیوبه پلار خپله دنده له لاسه ورکړې او اوس وزګاره شوی.

فراه کې په لومړي ځل د ښځو لپاره د خیاطۍ کارخونې په فعالیت پیل وکړ

فاطمه محمدي چې د فراه ولایت اړوند په یوه ښوونځي کې ښوونکې ده. ۱۶ کاله کېږي چې د یاد ولایت په ښوونځیو کې د ښوونکې په توګه دنده ترسره کوي. فاطمه د اسلامي امارت تر راتګ وروسته او د څو میاشتو معاشونو د نه ترلاسه کولو له امله اړ شوه چې د خیاطۍ یوه کارخونه جوړه او په فعالیت پیل وکړي.

بلخ کې وزګارتیا د سوالګرو شمېر ډېر کړی

د اسلامي امارت په راتلو سره په هېواد کې ګڼ‌شمېر کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او په ناوړه اقتصادي وضعیت کې شپې او ورځې تېروي. بلخ هم یو له هغو ولایتونو دی چې په دې وروستیو کې د وزګارتیا او کار نه‌شتون له امله پکې د سوالګرو شمېر ډېر شوی دی.

د کورني تولیداتو د درېدو په اړه خبرداری؛ اقتصادي ستونزې دې هوارې شي

د کانونو او صنایعو خونې مشر شېرباز کمین‌زاده وایي، سره له دې چې د اسلامی امارت په راتلو سره امنیتي وضعیت ښه شوی، اختلاس او بډې اخیستل بند شوي، د ورته تولیداتو د قاچاق مخه نیول شوې او نورو برخو کې هم د دوی د کار لپاره ډېرې اسانتیاوې برابرې شوي، خو بیا هم د هېواد په کچه ۳۰ سلنه فابریکې له فعالیته لوېدلې دي.

۸۰ سلنه فراهیان په لوږه او بې‌وزلۍ کې ژوند کوي

لوږې او بې‌وزلۍ د فراه ولایت په لرې پرتو سیمو کې لسګونه کورنۍ اړ کړي چې د دغه ولایت مرکز ته را کډه شي او د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو لپاره هره دروازه وټکوي.
د فراه یو اوسېدونکی عبدالقادر د دغو کورنیو له ډلې د یوې هغې غړی دی چې د بې‌وزلۍ او ناچارۍ له کبله سختې شپې او ورځې تېروي. دغه کورنۍ بیړنیو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري. هغه وايي، څلور بچیان لري او هرې مرستندویې ادارې ته چې ورغلی، څه یې لاس ته نه دي ورغلي.

هرات کې د ښځینه سوداګرو کاروبار مخ په ځوړ روان دی

په هرات کې د هرېوا په نوم د یوه خصوصي شرکت مسووله او سوداګره صفیه محیطي چې شپږ کاله وړاندې یې دغه خدماتي مرکز جوړ کړی، وایي چې په تېر کې یې کارونه ښه وو او لسګونه ښځې ورسره په کار بوختې وې. د مېرمن محیطي په وینا، د اسلامي امارت په راتلو سره یې پېرېدونکي له لاسه ورکړي او په خراب اقتصادي وضعیت کې دي.

بادغیس کې د لومړنیو توکو د بیو لوړېدو خلک اندېښمن کړي

د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د لومړنیو توکو د بیو لوړېدو له امله د خلکو اندېښنې ډېرې شوې دي. شاه‌ولي چې د بادغیس ولایت اصلي اوسېدونکی او د مخکیني حکومت کارکوونکی دی، د لومړنیو توکو د بیو لوړېدو له امله شکایت لري. هغه چې د ۲۰کسیزې کورنۍ یوازینی ډوډۍ راوړنکی دی، وایي چې په را روان ژمي کې د خوړو او ځان تودېدو لپاره څه نه لري.

د غور خبریالانو بوټو او خښتو وهلو ته مخه کړې

سهار وختي دوه بجې له کوره خوځېږي او د مازدیګر څلور بجې د بوټو له وري سره بېرته راګرځي. ګل‌احمد الماس پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو مخکې خبریالي کوله چې په وینا یې، له بېلابېلو رسنیو سره یې د محلي خبریال په توګه کار کړی او اوس یې دنده له لاسه وتلې ده. ګل‌احمد الماس د هغو لسګونو خبریالانو له ډلې یو هغه دی چې د خبریالۍ کار یې له لاسه ورکړی او اوس د غور په قطس سیمه کې د ژمي لپاره بوټي راټولوي.

لوګر کې وزګارتیا ځوانان هېواد پرېښودو ته اړ کړي

د لوګر مرکز پل‌علم ښار یو‌شمېر اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي، د مخکیني حکومت له سقوط وروسته د وزګارتیا کچه د پام وړ زیاته شوې او ډیری لوستي او نالوستي ځوانان له هېواد څخه د تېښتې په حال کې دي او له پراخو اقتصادي ستونزو کړېږي.

هېواد کې وزګارتیا؛ د ګڼ‌شمېر افغانانو لپاره د ژوند دوام ستونزمن شوی

د طالبانو له لوري د کابل تر نیولو نږدې درې اوونۍ کېږي چې ورسره ډېری هېوادوالو خپلې دندې او کارو‌بار له لاسه ورکړی او هېواد کې د وزګارتیا له امله ګن‌شمېر کسان له ستونزو سره مخ شوی دی. د دولتي ادارو کارکوونکي د ادارو له تړل کېدو څخه اندېښنه ښيي او وایي چې اوس بې‌برخلیکه دي او راتلونکې ته هم هیله‌ نه لري.

غور ته د طالبانو راتګ؛ زرګونه ځوانان له دغه ولایت څخه وتلي

د طالبانو له لوري د غور ولایت له نیولو وروسته د دغه ولایت ګڼ‌شمېر ځوانان په هېواد کې د طالبانو د حاکمیت، بې‌وزلۍ او وچکالۍ له امله اړ شوي چې هېواد پرېږدي. عبدالحمید چې په غور کې اوسېږي او دا یې مستعار نوم دی وایي، کله چې طالبان د دغه ولایت مرکز فیروزکوه ښار ته دننه شول، پرېکړه یې وکړه چې دغه ولایت پرېږدي او ایران ته کډوال شي.

 د یونان د کډوالو په کمپ کې د افغانانو نامعلوم برخلیک

په هېواد کې د ناامنیو زیاتوالی، وزګارتیا، اقتصادي ستونزې او د ژوند لپاره د مناسبې فضا محدودیت هغه لاملونه دي چې ګڼ‌شمېر ځوانان یې نامنظمې کډوالۍ ته اړ کړي دي.

۲۵ کلن عبدالخالق هغه افغان کډوال دی چې اوس په یونان کې د کډوالو یوه کمپ کې ژوند کوي. هغه وايي، د نړۍ هېڅ ځای د خپل هېواد په څېر نه‌شي کېدای.