هلمند کې د مالیې لوړېدو په اړه د هټۍ‌والو شکایت؛ مسوولان: نه ده لوړه شوې

د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې ګڼ‌شمېر هټۍوال وايي، له یوې خوا یې د تېر په پرتله سودا کمه شوې او بله‌خوا پرې حکومت ټکس او مالیه لوړه کړې ده. د دوی په وینا، دغه وضعیت یې له ۵۰ تر ۷۰ سلنه ګټه وټه کمه کړې ده. یو هټۍ‌وال محمدولي محمدي وايي چې د هلمند مستوفیت ترې ډېره مالیه ټولوي.

هلمند کې د ځمکې لاندې د اوبو د کچې ټیټېدو خلک اندېښمن کړي

هلمند کې د شته روانو اوبو سربېره، د دغه ولایت زرګونه هکتاره ځمکې، د کیندل شویو ژورو څاه‌ګانو پرمټ اوبه کېږي. که څه هم تراوسه د دغو ژورو څاه‌ګانو کره شمېر نه دی معلوم، خو د دغه ولایت کروندګر وايي، اړ دي چې پر هر لس جریبه ځمکه له ۴۵ متره څخه تر ۱۲۰مترو پورې ژورې څاه‌ګانې وباسي، څو خپلې ځمکې پرې خړوبې کړي.

هلمند کې د رواني ناروغیو له امله د ځان وژنې پېښې زیاتې شوي

واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته د هېواد د ډېری سیمو په څېر هلمند ولایت کې هم وزګارتیا او اقتصادي ستونزې ډېرې شوي چې خلک یې په ژور خفګان او رواني ستونزو اخته کړي دي.

د هلمند ولایت اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې د وزګارتیا او اقتصادي ستونزو له امله پر رواني ناروغیو د اخته کسانو د ځان وژنې پېښې زیاتې شوې دي.