ا.ا د ناروې، ایرلنډ او اسپانیې له لوري د فلسطین په رسمیت پېژندلو هرکلی وکړ
د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د ناروې، اسپانیې او ایرلنډ له لوري د یوه خپلواک هېواد په توګه د فلسطین په رسمیت پېژندلو هرکلی کړی او هغه یې یو مثبت ګام بللی دی.
دغه وزارت نن د غبرګولي څلورمه، د جمعې ورځ پر خپلې اېکسپاڼې یوه خبرپاڼه خپره کړې چې پهکې لیکل شوي، دغه پرمختګ داسې مهال کېږي چې اسراییلو پر غزې برید سره «د نسلوژنې جګړهیيز جنایتونه» کوي.