دایکندي کې د دوو موټرو چپه کېدو نهه کسان مړه او ۱۳ ټپیان کړي
د دایکندي محلي مسوولان وايي چې په میرامور ولسوالي او د دغه ولایت په مرکز نیلي ښار کې دوو بېلابېلو ټرافیکي پېښو کې د یوې نجلۍ په ګډون، نهه کسان مړه او ۱۳ نور ټپیان شوي دي. د دغه ولایت د امنیې قومانداني ویاند غلامعلي جاوېد سلاموطندار ته ویلي چې په لومړۍ پېښه کې د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ په ګډون، نهه کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي دي.