له افغانستان سره د چین د مرستو لومړۍ جوپه کابل ته راورسېده‎

کابل کې د چین سفیر وانګ یو پرون په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه هېواد د مخکیني حکومت له سقوط وروسته، خپله د بشري مرستو لومړی چوپه افغانستان ته استولې ده. د چین سفیر ویلي چې دغو مرستو کې کمپلې او ګرمې جامې شاملې دي. وانګ یو زیاته کړه چې دغه مرستې د چین د خلکو او افغانانو ترمنځ د ژورې ملګرتیا ښکارندوي کوي

د حکومت له سقوط راهیسې کندوز کې ۱۵ رسنیو خپل فعالیتونه درولي

کندوز کې د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو د شمېرو له مخې، د طالبانو له راتګ وړاندې په دغه ولایت کې له ۲۰ زیاتې تصویري، غږېزې او چاپي رسنیو فعالیت درلود، خو د مخکیني حکومت له سقوط وروسته، له پنځو رسنیو پرته پاتې ۱۵رسنۍ د مالي ستونزو له امله خپل فعالیتونه درولي دي.

غور ولایت کې ۹۱ روغتیايي مرکزونه تړل شوي

غور کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس مولوي احسان‌الله دغه ولایت کې د ۹۱ روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو خبر ورکوي او وايي، ګڼ‌شمېر دغه مرکزونه د بودیجې نه‌شتون له امله اړ شوي چې خپل فعالیتونه ودروي.

د روغتیا نړیوال سازمان رییس د یوه پلاوي په مشري کابل ته راغلی

د روغتیا نړیوال سازمان رییس تدروس آدهانوم د دغه سازمان د یوه پلاوي په مشري، نن کابل ته راغلی دی. د روغتیا وزارت چارسمبالي وحید مجروح رسنیو ته ویلي چې د روغتیا نړیوال سازمان رییس او ورسره مل پلاوی یې نن کابل ته راغلي دي. دغه سفر وروسته له هغې کېږي چې نړیوال بانک په افغانستان کې د روغتیا برخې سره خپلې مرستې ودرولې.

غور کې د شري ناروغۍ له امله ۲۱ ماشومان مړه شوي

د غور روغتیايي مسوولان په دغه ولایت کې د شري ناروغي په پراخه توګه له خپرېدو اندېښنه څرګندوي او وایي چې دغه ناروغي په ماشومانو کې له دې امله زیاته شوې چې دغه ولایت کې د واکسین پروګرام په سمه توګه نه دی پلی شوی.

بامیان کې روغتیایي مسوولان د نړیوال بانک د مرستو له درېدو اندېښنه ښيي

په بامیانو کې د اغا خان د پراختیا بنسټ د روغتیايي خدماتو مسوول حسین مستمند‌یار وایي چې له افغانستان سره د نړۍ‌وال بانک د مرستو درېدل، په دغه ولایت کې د روغتیایي خدماتو د وړاندې برخه د بودیجې له کمښت سره مخ ده.

ملګري ملتونه: افغانستان کې روان ناورین به ۹۷‌سلنه وګړي د بې‌وزلۍ له کرښې لاندې کړي

د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام وړاندوینه کړې، که چېرته په افغانستان کې روان ناورین له منځه لاړ نه شي، د دې احتمال شته چې د دغه هېواد نږدې ۹۷ سلنه نفوس د بې‌وزلۍ له کرښې لاندې راشي.د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو .ځانګړې استازې دېبرا لاینز وایي، د دغه هېواد د پیسو کنګل کولای شي افغانستان د بې‌وزلۍ له ناورین سره مخ کړي

ملګري ملتونه افغانستان کې بېړنیو اړتیاوو ته د رسېدنې په اړه غونډه جوړوي

 د ملګرو ملتونو سازمان ویاند سټیفان دوجاریک وایي چې دغه سازمان په افغانستان کې د اړتیاوو ډېرېدو ته د رسېدو په موخه به ډېر ژر د بشر‌پالنې یوه ناسته جوړه کړي. د نوموړي په وینا، تمه ده دغه ناسته د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۳مه جوړه شي او د ملګرو ملتونو مشر راتلونکې اوونۍ سویس ته ځي، څو دغه ناسته د وزیرانو په کچه جوړه کړي.

ملګري ملتونه د افغانانو ډله‌ییزې کډوالۍ ته چمتووالی نیسي

د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري او همکار بنسټونه ګاونډیو هېوادونو ته د افغانان ډله‌ییزې کډوالۍ ته د رسېدو لپاره چمتوالی نیسي. دا په داسې حال کې ده چې په بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه په ګاونډیو هېوادونو کې افغان کډوال په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي او وایي چې د ژوند لومړنیو اسانتیاو ته لاسرسی نه لري.

بایډن: افغانستان کې د راتلونکي حکومت مشروعیت د هغه کړنو پورې تړلی

د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون د جي۷  هېوادونو په ناسته کې د اروپا ټولنې له مشرانو، ناټو سازمان او له ملګرو ملتونو سره د افغانستان په اړه لیدلي او خبرې اترې کړي دي. په دغه لیدنه کې ټولو اړخونو ویلي چې په افغانستان کې د راتلونکي حکومت مشروعیت به له نړیوالو سره د دوی د کړو ژمنو په اړه اقداماتو پورې تړلی وي.

افغانستان کې ۱۰میلیونه ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې ۱۰میلیونه ماشومان د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. یونیسف ویلي، په افغانستان کې د روانو سیاسي او دولتي جوړښت له بدلونونو پرته میلیونونه ماشومان په دغه هېواد کې په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي.

نیو ځیلانډ له افغانستان سره ۳میلیونه ډالر مرسته کوي

د ترکیې اناتولي خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د نوي ځيلانډ دولت نن اعلان کړی چې له افغانستان سره د بشرپالنې او په دغه هېواد کې د زیانمنو افغانانو د ملاتړ په موخه ۳میلیونه ډالره مرسته کوي. د اناتولي خبري اژانس د راپور له مخې، د نوي ځيلانډ د بهرنیو چارو وزیرې نانایا ماهوتا په یوې وینا‌پاڼه کې ویلي چې دغه مرسته به په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې او په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو استازولۍ ته ورکړل شي.

ولسمشر غني له داخلي بې‌ځایه شویو سره ۴۰میلیونه افغانۍ مرسته کوي

ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي چې ولسمشر محمداشرف غني د جګړې له امله بې‌ځایه شویو سره ۴۰میلیونه افغانۍ مرسته کوي. په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني دغه مرسته نن په ارګ کې د کورنیو بې‌ځایه شویو ته د رسېدنې په اړه جوړه شوې غونډه کې اعلان کړې ده.

کابل کې د ولایتونو بې‌ځایه شوي د مرستو پر ناانډول وېش نیوکه کوي

په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو له امله، سلګونه کورونه ویجاړ او زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوي دي. دغه بې‌ځایه شوي چې ډېر‌شمېر یې کابل ته راغلي اوس مهال د دغه ښار په سرای شمالي او نوي ښار سیمو کې په خراب وضعیت کې شپې او ورځې تېروي.