لوګر کې به زرګونو څارویو ته د لمپيسکېن ضد واکسین ورکړل شي
د لوګر د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړیوال پروګرام یاFAO د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار او ولسوالیو کې زرګونو لویو او وړو څارویو ته د لمپيسکېن په نوم د پوستکي ناروغۍ ضد واکسین پیل کړی دی.
لوګر کې له روغتون غلا شوی ماشوم بېرته خپلې کورنۍ ته وسپارل شو
د لوګر امنیه قومنداني چارواکي وایي، د څرخ ولسوالي له روغتون څخه هغه نوی زېږېدلی ماشوم یې بېرته خپلې کورنۍ ته سپارلی چې غلا شوی و
د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند احمدالله انس سلاموطندار ته وویل، امنیتي ځواکونو دغه ماشوم له غلا څو ساعته وروسته، د څرخ ولسوالۍ په «پنګرام» کلي کې له یوه کوره پیدا او بېرته یې خپلې کورنۍ ته سپارلی دی.
د لوګر ولایتي روغتون کې د بسترونو کموالي ناروغانو له ستونزو سره مخامخ کړي
د لوګر په ولایتي روغتون کې یو ناروغ عصمتالله وايي، په دغه روغتون کې د ځای کموالي له کبله په هره کوټه کې چې د یوه کس لپاره ده، څلور کسان بستر دي. د نوموړي په وینا، خلک اقتصادي ستونزې لري او خصوصي روغتون ته د درملنې لپاره نهشي ورتللی.
لوګر کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالي پایته ورسېدې
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت چارواکي وایي چې په مرکز پلعلم کې د ولایت په کچه د ۳۶لوبډلو ترمنځ د «ازادۍ جام» په نوم دوالیبال پیل شوې سیالي «شنبه، ۱۹کب» پایته ورسېدې.
د یاد ولایت د بدنې روزنې او ورزش امر انجینیر مزمل نعیمزي سلاموطندار ته وویل چې دغو سیالیو کې د ولایت په کچه ۳۶ غوره لوبډلو ګډون کړی وو.
د لوګر ورزشکاران: المپیک ملي اداره دې ورزشکارانو ته اسانتیاوې برابرې کړي
د لوګر مرکز پلعلم او یوشمېر ولسوالیو ورزشکارانو سلاموطندار ته وايي چې اوس له مرکز پلعلم پرته په هېڅ ولسوالي کې ځوانانو لپاره معیاري لوبغالی شتون نهلري او ورزشکاران له پراخو ستونزو سره مخ دي.
لوګر کې د سیرتالنبي سیالي ترسره شوه
د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یوه «خیریه بنسټ» په همکاري د ولایت په کچه د سیرتالنبي (ص) ستره سیالۍ ترسره شوه.
د دغه ولایت اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفېعالله صمیم سلاموطندار ته وویل چې دغه سیالي د پلعلم ښار په ورزشي سټېډیوم کې په شفافه توګه واخیستل شوه چې پهکې د مرکز پلعلم ښار او ولسوالیو شاوخوا ۱۷سوه کسانو چې ډېری یې د ښوونځيو، دیني مدرسو زدهکوونکي او د پوهنتون محصلین دي، ګډون کړی وو.
د لوګر برښنا ریاست ۲۷۰ میلیونه افغانۍ عواید ټول کړي
د لوګر برښنا ریاست چارواکي وایي چې په تېرو اتلس میاشتو کې د برښنا له درکه شاوخوا ۲۷۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.
د دغه ولایت برښنا ریاست رییس محمدفهیم منصور سلاموطندار ته وویل، د پخوا په پرتله دغه ولایت کې د برښنا ریاست عواید ډېر شوي او په تېرو اتلس میاشتو کې ۲۷۰ میلیونه افغانۍ او په تېرو لس میاشتو کې ۱۵۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.
لوګر کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت چارواکي وايي چې د دغه ولایت د مرکز پلعلم او ولسوالیو په کچه د ۱۶ غوره لوبډلو ترمنځ د فوتسال پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې.
د لوګر اوسېدونکي: شخصي درملتونونه په لوړه بیه، خو بېکیفیته درمل پلوري
د لوګر د مرکز پلعلم او ځینو لرو پرتو ولسوالیو ناروغان او ناروغلرونکي شکایت کوي چې شخصي درملتونونه پرې بېکیفیته درمل په لوړه بیه پلوري.
دوی سلاموطندار ته ویلي چې پلعلم ښار او د ولسوالیو شخصي درملتونونو کې درملو ته په خپل سر نرخونه ټاکل کېږي او د لوګر د عامې روغتیا ریاست ته پهکار ده چې په بازارونو کې د درملو کیفیت او نرخونه په بشپړ ډول کنټرول کړي
لوګر کې «د سوېل ختیځ زون د پانګونې، فرصتونو او ننګونو» په نوم یوورځنۍ غونډه جوړه شوه
د سوېل ختیځ زون یوشمېر سوداګرو په لوګر کې د سوداګرۍ او پانګونې په اړه د جوړې شوې غونډې پر مهال له حکومت څخه وغوښتل چې په لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د صنعتې پارکونو، برښنا، ټرانزېټي بندرونو، ټکس او مالیې او همدارنګه د ملي پروژو عملي کېدو پر وړاندې شته ستونزې حل کړي.
د لوګر د ولایتي روغتون ناروغان: ګڼهګوڼې او د ځای کموالي له ستونزو سره مخامخ کړي یوو
د لوګر په ولایتي (نایب امینالله خان لوګري) روغتون کې یوشمېر ناروغانو سلاموطندار ته ویلي چې په دغه روغتون کې د بستر شویو ناروغانو شمېر د تېر په پرتله دوه برابره شوی او شته امکانات یې لپاره بسنه نه کوي. د دوی په وینا، یاد روغتون د ناروغانو د بستر او درملنې لپاره لازم ځای نه لري او د ډاکټرانو او درملو له کمښت سره هم مخامخ دی.
د کابل-لوګر پر لویه لاره ټرافیکي پېښې دوه برابره شوي
د لوګر امنیې قومنداني چارواکي وایي چې د تېرې یوې اوونۍ راهیسې د کابل-لوګر پر لویه لاره ټرافیکي پېښې دوه برابره شوې دي.
لوګر کې د دوو جلا پېښو له امله درې کسان وژل شوي
د لوګر د امنیې قومنداني مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او څرخ ولسوالي کې د دوو جلا پېښو پرمهال د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان وژل شوي دي.
لوګر کې د ۲۰۰ ښځو په ګډون ۱۲۰۰ ښوونکي پر دندو ګومارل شوي
د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وایي چې په تېرو اتو میاشتو کې د یاد ولایت په مرکز پلعلم او یوشمېر ولسوالیو کې ۱۲۰۰ ښوونکي پر دندو ګومارل شوي دي.
د لوګر په دولتي روغتونونو کې د درملو کمښت په اړه د خلکو شکایت
قدرتالله چې د لوګر ولایت مرکزي روغتون ته یې ناروغ ور وړی، سلاموطندار ته ویلي چې له تېرو درېوو ورځو راهیسې یې خپل ناروغ په «نايب امینالله خان لوګري» روغتون کې بستر کړی، خو د درملنې لپاره یې ټول درمل له بازار څخه پېري.
لوګر کې ۱۰۰ بېوزله مېرمنو باندې چرګې ووېشل شوې
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې له لوري په څرخ ولسوالي کې۱۰۰بېوزله مېرمنو باندې چرګې ووېشل شوې.