درېوو ختیځو ولایتونو کې بېګانۍ زلزلې شپږ کسان مړه او ۴۱ یې ټپیان کړي

بېګاه شپه شاوخوا ۲ نیمې بجې د ختیځ زون ډېره برخه شدیدې زلزلې ولړزوله چې له کبله یې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

دغه زلزله چې د ريښتر په کچه ۵،۳ درجې اټکل شوې مرکز یې د ننګرهار شمال ختیځ د هندوکش غرونه ښودل شوي دي. زلزلې تر ټولو ډېر زیان په کونړ ولایت کې اړولى دی.

لغمان کې د ۳۱میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسونې پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د ملګروملتونو د ملاتړ صندوق یا یونېسف د ولایتي ادارې په همکاري د لغمان مهترلام ښار «سلطان غازي بابا، مومن‌اباد او سنګر مېنې» سیمو د ۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسونې یوه لمریزه شبکه فعاله او د دوه نورو د رغونې چارې یې پیل کړې.

ننګرهار او لغمان کې سېلابونه؛ هوايي ځواک ٤٠٠ کسان ژغورلي

په ختیځ زون کې امنیتي مسوولان وايي چې په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې یې په سېلابونو کې ایسار پاتي ۴۰۰ کسان د هوايي ځواکونو او چورلکو په مرسته ژغورلي دي. د څو ورځو راهیسې پرله‌پسې بارانونو او سېلابونو ختیځو ولایتونو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

ناپېژنده وسله‌والو لغمان کې د یوې کورنۍ دوه غړي وژلي

په لغمان کې ولسي سرچينې وايي چې بېګاه شپه د دغه ولایت په قرغیو ولسوالي کې ناپېژنده وسله‌والو د يوې کورنۍ دوه غړي وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي. په ورته مهال د لغمان محلي مسوولان هم تاییدوي چې دغه ولایت کې د یوه وسله‌وال برید پرمهال د یوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي دي.

د رسنیو مالي ستونزې؛ لغمان کې د یوې خصوصي راډیو نشرات بند شوي

د «خیبر نوښت» راډيو مدیر مسول کيهان محمدزي وویل، دغې راډیو له تېرو شاوخوا لسو کلونو راهیسې لغمان او شاوخوا سیمو کې د ایف‌ایم پر ۹۴،۵ څپه خپرونې کولې چې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته مالي ستونزو سره مخ شوه.
هغه وايي، د څلورو نجونو په ګډون یې ۲۲ کارکوونکي درلودل او د منابعو نشتوالي له کبله اړ شول، چې نشرات بند کړي.

د لغمان د ملي امنیت رییس په یوې ټرافیکي پېښه کې مړ شوی

د لغمان ولایت محلي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د ملي امنیت رییس مولوي الفت هاشمي بېګاه د محترلام ښار اړوند په قرارګاه سیمه کې په یوې ټرافیکي پېښه کې مړ شوی دی. د لغمان لپاره د اسلامي امارت د والي ویاند صلاح‌الدین زاهد ویلي، دغه ټرافیکي پېښه هغه مهال  رامنځ ته شوې چې د ملي امنیت رییس محترلام ښار کې پر ګزمې بوخت و.

لغمان کې هغه چارواکي نیول شوي چې الینګار ولسوالي یې طالبانو ته پريښې

د چارواکو په وینا، هغه څلور لوړرتبه مسوولان یې نیولي چې یاده ولسوالي یې د هوايي او ځمکنۍ مرستې له رسېدو سره سره طالبانو ته پرېښې ده.
د لغمان ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په نیول شویو کسانو کې د الینګار ولسوال قاضي حبیب‌الرحمان، سرپرست امنیه قوماندان، د ملي اردو د کنډک درستیزوال او د ملي امنیت د امر مرستیال شامل دي.

لغمان کې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي

لغمان کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې د یوه کور پنځه غړي وژل شوي او یو بل ژوبل دی.
په ختیځ کې د ملي اردو چارواکي وايي، وسله‌والو طالبانو د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالي کې د ولسي خلکو پر کورونو د هاوان مرمۍ ویشتي او د یوې کورنۍ پنځه غړي یې وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی. د دوی په وینا، په پېښه کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

لوی درستیز: د لغمان امنیتي وضعیت مو کنټرول کړی

لوی درستیز او د ملي دفاع سرپرست وزیر محمدیاسین ضیا چې د لغمان امنیتي وضعیت د کابو کولو په موخه لغمان ته تللی وايي، په دغه ولایت کې یې طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله اړولې او امنیتي وضعیت یې کنټرول کړی دی. لوی درستیز یاسین ضیا او د ملي امنیت عمومي ریاست اوپراتیفي مرستیال خوشحال سعادت د لغمان د امنیتي وضعیت د کنټرول په موخه دغه ولایت ته تللي او د جګړې مشري یې پر غاړه اخیستې ده.

د لغمان دولت شاه ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې

یوې باوري حکومتي سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې نن سهار د لغمان ولایت دولت‌شاه ولسوالي د وسله‌والو طالبانو له‌ خوا نیول شوې ده. سرچنیه وایي چې دغه ولسوالي وروسته له هغې د طالبانو لاس ته ولوېده چې بېګاه شپه له دغه ولسوالي ټول امنیتي سرتېری ایستل شوي وو.

وسله والو طالبانو لغمان کې د امنیتي ځواکونو۷ پوستې سقوط کړي

یوه حکومتي باوري سرچینه وايي، وسله والو طالبانو له نیږدې یوې اونۍ راهیسې الینګار کې پر حکومتي پوستو بریدونه پېل کړي چې تر اوسه دغې ډلې د یوه مرکز په ګډون  ۷پوستې له مرګ، ژوبلې پرته نیولي دي.
تر اوسه په دې ولسوالۍ کې د ملي اردو څلور پوستې، د ملي پولیسو دوه او یو ټولی، طالبانو نیولی دی.

لغمان کې د والي پر وړاندې د خلکو غبرګ لاریونونه

سلګونو کسانو نن سهار د لغمان والي رحمت‌الله یارمل پر وړاندې غبرګ لاریونونه کړي او له حکومته یې د هغه د لرې کېدو غوښتنه کړې ده.
لاریونوال چې د مرکز مهترلام ښار عبدالله څلورلارې او کابل‌ـ‌جلال‌اباد پر لویې لارې سرخکانو کې ورټول وو، د لغمان والي رحمت‌الله یارمل یې په دغه ولایت کې پر فساد، غصب، ناکارۍ او قومي شخړو ته پر لمنې وهلو تورن کړ او له حکومته یې وغوښتل چې ژرترژره یې له دندې لرې کړي.

لغمان کې د کورونا له کبله خلکو ته د رواني ناروغيو پيدا کېدل

د لغمان ولایت یو شمېر اوسېدونکي  لا هم له کورونا رنځېږي او شکايت کوي چې اوس هم د دوی په وجود کې د کورونا ناروغۍ نښې شته چې د دوی پر روان يې ناوړه اغېزه کړې. د ياد ولایت د مهترلام ښار د سلطان غازي بابا د سیمې اوسېدونکی رحمت الله وايي، نوموړی يې د کورونا په لومړۍ څپه کې ونيو؛ خو ترې روغ شو او دغې ناروغۍ ته يې ماتې ورکړه.