روزګان کې زده‌کوونکې: ښوونیز کال په خلاصېدو دی، موږ لا کتابونه نه لرو

په روزګان کې د لومړنیو ښوونځیو یوشمېر زده‌کوونکې وايي، سره له دې چې ښوونیز کال په خلاصېدو دی، خو دوی لا کتابونه او درسي توکي نه لري.
د دوی په وینا، په ښوونځیو کې ښوونکي هم کم دي او دغه وضعیت یې پر زده‌کړو منفي اغېز کړی دی. دغه نجونې له مسوولانو غواړي چې دوی ته پاملرنه وکړي او لپاره یې د زده‌کړو اسانتیاوې برابرې کړي.

پروان ته له پنجشېر نه د بې‌ځایه شویو کورنیو شکایت

پروان ولایت ته له پنجشېر نه د جګړو له کبله سلګونه بې‌ځایه شوې کورنۍ شکایت کوي چې د ژمي په را رسېدو سره سره ورسره هېڅ ډول مرسته نه‌ده شوې.
دوی له اسلامي امارت او مرستندویه ادارو څخه د لومړنیو مرستو غوښتونکي دي.

غور کې د معلولانو اعتراض؛ «په تېرو دوو کلونو کې له پامه غورځېدلي یوو»

د غور یوشمېر معلولانو نن سهار د دغه ولایت په مرکز فېروزکوه ښار کې د دوی د حقونو نه ورکړې له کبله د اعتراض په توګه را ټول شول او له حکومت نه یې وغوښتل چې پام ورواړوي. امیرداد چې څلورکسیزه کورنۍ ور پر غاړه ده، له حکومت څخه غواړي چې د ده په ګډون، د ټولو معلولانو حقونه ورکړي.

د کابل اوسېدونکي: کله چې برښنا ته اړتیا لرو، نه وي

د کابل یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې هر کال هېواد کې د ژمي په رانږدې کېدو سره د برښنا نشتون له کبله له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

د کابل اوسېدونکی معراج‌الدین وايي چې هره ورځ د مازدیګر له څلور د شپې تر لسو بجو برښنا نه‌لري او د برښنا نشتون دوی ته په یوې دي ستونزې بدله شوې ده.

پکتیکا کې د جلغوزیو پلور لپاره د بازار نشتون له امله د سوداګرو شکایت

پکتیکا کې د جلغوزیو سوداګر وایي، که څه هم د تېرو کلونو په پرتله یې سږکال د جلغوزیو حاصلات دوه برابره کم شوي، خو په وینا یې، د حاصلاتو د پلور لپاره په کور دننه او بهر مناسب بازار نه‌لري. د جلغوزیو یو‌شمېر سوداګرو سلام‌وطندار ته وویل، د تېر کال جلغوزي لاهم ورسره ګدامونو کې زېرمه دي چې د وزن کمېدو سربېره مخ پر خرابېدو دي.

بلخ کې د ډبرو سکرو د بیې دوه‌برابره کېدو په اړه د خلکو شکایت

د بلخ د مرکز مزارشریف ښار یوشمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ډبرو سکرو د بیې لوړېدو په اړه شکایت کوي او وايي، سږ کال د سون‌توکو بیې د تېر هغه په پرتله دوه‌ برابره شوې دي.
دوی وايي، له څه باندې یو کال راهیسې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی او په وینا یې، سږ کال هوا هم ژر سړه شوې او ښايي سخت ژمی تجربه کړي.

د بلخ خبریالان: حکومتي مسوولان رسنیو سره دوه‌ګونی‌چلن کوي

بلخ کې یوشمېر خبریالان شکایت کوي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې دغه ولایت کې  اطلاعاتو ته لاسرسی محدود شوی دی.

خبریالان وايي چې د راپور جوړولو پر مهال له دولتي ادارو څخه پر خپل وخت د اړتیا وړ اطلاعات نشي ترلاسه کولای.

ډنډپټان کې د خرلاڅي دروازې تړل‌کېدل؛ د پکتیا د ګمرک عواید کم شوي

د پکتیا ګمرک مسوولان وايي، په ډنډپټان ولسوالي کې له پاکستان سره د دروازې له تړل‌کېدو وروسته د یاد ولایت د ګمرک عواید کم شوي دي.

د پکتیا د ګمرک مرستیال مصطفی سلام‌وطندار ته ویلي، ډنډپټان کې د خرلاڅي دروازې د تړل‌کېدو له کبله د ګمرک عواید د ورځې له ۴۵میلیونه افغانۍ څخه دوه نیم میلیونه افغانیو ته کم شوي.

غور کې د لومړنیو خوراکي توکو د بیو له لوړوالي د خلکو شکایت

د غور اوسېدونکي وايي چې دغه ولایت کې د ژمي په رانږدې کېدو سره د لومړنیو خوراکي توکو بیې لوړې شوي چې د یاد ولایت اوسېدونکي یې اندېښمن کړي دي.

د غور د «الندر» سیمې اوسېدونکی ۳۸کلن عبدالکریم چې د خوراکي توکو پېرلو لپاره فیروزکوه ښار ته راغلی، وايي چې د بیو لوړېدو له امله د اوړو، غوړیو، وریجو او پیازو په څېر د توکو د پېر توان نه‌لري.

پاکستان کې مېشت افغان کډوال: نړیواله ټولنه دې زموږ ملاتړ وکړي

په پاکستان کې یوشمېر افغان کډوال اندېښنې ښيي چې له یوې خوا یې د ویزو موده پوره شوې او بله‌خوا یې دغه هېواد نه ورته نوې کوي، خو پولیس یې بیا هڅه کوي چې ویې نیسي. دوی غوښتنه کوي چې ملګري ملتونه، امریکا، اروپايي او نور هېوادونه باید لاس په‌کار شي، څو په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو برخلیک روښانه او یادو هېوادونو ته ولاړ شي.

کابل کې د اوبو کچې ټیټوالي په اړه اندېښنې؛ ښاریان: دا دوه‌ میاشتې اوبه نه‌دي راغلي

یوشمېر کابل ښاریان شکایت کوي چې د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري او د اوبو رسونې شرکت ورته په دوو میاشتو کې اوبه نه‌دي ور رسولي.
عبدالصمد چې د کابل ښار ده‌افغانانو کې اوسېږي وايي، د اوبو رسولو دولتي شرکت له دوو میاشتو راهیسې پرې د څښاک اوبه وچې کړې دي.

د ورستو اوړو د وېش په اړه شکایتونه؛ د خوړو نړیوال پروګرام: بېرته یې راټولوو

هېوادوال له څه مودې راهیسې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې د وراسته شویو اوړو د وېش په اړه شکایتونه کوي. خو په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې دایکندي کې د ورستو اوړو د وېش په اړه له شکایتونو وروسته یې ځینې اقدامات په پام کې نیولي دي.