د کوهدامن په ۷ ولسوالیو کې د ډاکټرانو کار بندیز
د کابل شمال د کوهدامن په اوو ولسوالیو کې محلي او روغتیایي مسوولان، په دغو ولسوالیو کې له یوې اوونۍ راهیسې د ډاکټرانو او روغتیایي کارکوونکو د کاربندیز له امله د روغتیایي چوپړتیاوو د بندېدو خبر ورکوي. د کابل په ۷ ولسوالیو میربچهکوټ، قرهباغ، کلکان، اسټالف، ګلدره، فرزه او شکردره کې روغتیایي کارکوونکو او ډاکټرانو کاربندیز کړی.