د کابل ښار ښوونځیو کې د ښوونکو او کتابونو کموالي په اړه شکایتونه
د کابل ښار په یوشمېر ښوونځیو کې ځینې سرچینې وايي چې د عبدالقهار عاصي ښوونځی سره له دې چې له څلور زرو ډېر زدهکوونکي لري، خو لپاره یې یوازې ۶۷ ښوونکي او سرښوونکي لري.
د کابل ښار په یوشمېر ښوونځیو کې ځینې سرچینې وايي چې د عبدالقهار عاصي ښوونځی سره له دې چې له څلور زرو ډېر زدهکوونکي لري، خو لپاره یې یوازې ۶۷ ښوونکي او سرښوونکي لري.
یو افغان او ځوان انځورګر عرفان هزاره په ترکیه کې کډوال دی. عرفان په ډېره کمه موده کې د ترکي چارواکو پام ځان ته اړولی او په دغه هېواد کې یې ځانګړی ځای خپل کړی دی. نوموړي د خپلې انځورګرۍ په برخه کې نویو نوښتونو سره د ترکیې د لوړپوړو چارواکو پام ځان ته اړولی او له دې لارې یې خپل نوښتونه د ترکیې خلکو ته نندارې ته وړاندې کړي دي.
افغان ماشومان په ټولنه کې هغه زیان لیدونکی پوړ دی چې په تېرو دوو لسیزو کې لا هم نه دي توانېدلي چې وړکتونونو ته لاسرسی ولري.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکو د عمومي وړکتونونو له مسوولانو سره «د ماشومتوب لومړنۍ دورې پراختیا» په نوم ګډه غونډه کې وویل چې بېوزلي او ناچاري د دې لامل شوې چې له اته میلیونه ډېرو ماشومانو له ډلې یوازې ۳۵ زره یې په خصوصي او دولتي وړکتونونو کې شامل شوي دي.
د پکتيا په مرکز ګردېز کې اوس د افغان سيکانو له ډلې يوازې یوه کورنۍ ژوند کوي. هندوان او سیکان وايي، په ګردېز کې يې ځينې ځمکې نیول شوي او يا یې د کورنيو له زياتېدو سره شته ځمکې ورته بسنه نه کوي. دوی له دولت څخه غواړي چې یاده ستونزه حل کړي.
جګمون سنګ بشردوست چې يوناني درملتون لري، په پکتیا کې د خلکو له چلن څخه خوښ دی او له مسوولانو غواړي چې د کاروبار پراخېدو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.
د ځمکني ټرانسپورټ اتحادیې د هېواد لویو لارو کې د امنیت نهموجوديت او دغو لارو کې د ټرافیکو له لوري د اخاذیو څخه شکایت کوي او خبرداری ورکوي، که ستونزو ته یې رسېدنه ونهشي، مدني اعتراضونه به پیل کړي.
د يادې اتحادیې د انسجام شورا مشر طلا محمد اتمانزي کابل کې یوې غونډه کې وویل، دې وروستیو کې تر بل هر وخت زیات د هېواد لویو لارو کې ناامنۍ او په بېلابېلو نومونو اخاذۍ زیاتې شوي دي.
د فاریاب د پښتونکوټ ولسوالي په اویمه کلا او خواجه موسای سیمو کې د ولسي پاڅونوالو قوماندان نظرمحمد څو کاله له طالبانو سره جګړه کړې ده. نوموړي په دې جګړه کې د کورنۍ څو غړي هم له لاسه ورکړي دي. هغه اوس په ترکیه کې کډوال دی او د خپل پاڅون او د طالب ډلې د ګواښونو په اړه دردوونکې کیسې لري. د نظرمحمد په خبره، طالبانو یې د ورونو په ګډون، د کورنۍ څو غړي ور وژلي او کور ته یې هم اور اچولی دی.
د بدخشان د یوشمېر لرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي د لویو لارو نه موجودیت په اړه شکایت کوي. د بدخشان ښار په ګډون، د اتو ولسوالیو اوسېدونکي تل په دې برخه کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او په دې وروستیو کې یوشمېر ټرافيکي پېښو هم ترې قربانۍ اخیستې دي. دوی د بدخشان پر چارواکو تور لګوي چې د ستونزو د حل په برخه کې یې بېغوري کوي.
د بدخشان د مرکز فیضاباد ښار یوشمېر نجونې وایي، په دغه ولایت کې د دوی لپاره د سپورټ اسانتیاوې نشته او له سپورټ نه بېبرخې دي. د دوی په وینا، دولت باید د ښځینهوو لپاره د سپورټ ځانګړي کلپونه جوړ کړي، څو د خپلې سلامتیا لپاره سپورټ وکړي.
د بدخشان یوه اوسېدونکې فرېبا وايي، په یاد ولایت کې د نارینهوو لپاره د سپورټ کلپونه او لوبغالي شته، خو د نجونو لپاره په دې برخه کې هېڅ پام نه دی شوی او د دغه ولایت د سپورټ ادارې هم کوم کار نه دی کړی.
د غور دولتیار، چهارسده، پسابند، دولینه، ساغر، تولک او تیوره هغه ولسوالۍ دي چې له دوو میاشتو ډېرې مودې راهیسې د درملو له کمښت سره مخ دي.
د دغو ولسوالیو اوسېدونکي او مسوولان وايي چې د درملو کمښت د خلکو او ناروغانو لپاره ستونزې جوړې کړې دي.
سږ کال په افغانستان کې د خبریالانو ملي ورځ داسې مهال را رسېږي چې د روان لمریز کال په وروستۍ نیمايي کې د هېواد په کچه لس افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي او نږدې شل نور ټپيان شوي دي. پر خبریالانو له دغو بریدونو سره هممهاله په ټول هېواد کې د خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د ځاني خوندیتوب په اړه اندېښنې هم راپورته شوې دي.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د اوبو سرچینو عمومي ریاست سرپرست فایز رحمان عزیزي د کمال خان بند د حیاتي ارزښت ارزونې په غونډه کې وویل، د دغې ادارې تازه ارزونې ښيي چي ټاکل شوې افغانستان په راتلونکو کلونو کې د منځنۍ او سختې وچکالۍ له دورو سره مخامخ شي.
نږدې درې میاشتې کېږي چې د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د نساجي برښنا بند د دستګاه د اوبو زېرمه کولو کاسې په خرابېدو سره د دغه ولایت د برښنا د تولید دویم بند دوه توربینونه له کاره لوېدلې دي.
د بغلان د برښنا رییس عبدالاول پناه وايي، د دغو توربینونو په خرابېدو سره د دغه ولایت د برښنا دویمې دستګاه په تولید کې ۶ مېګاواټه کموالی راغلی دی.
د تخار ولایتي مسوولان وايي، له دوو کلونو ډېره موده کېږي چې طالبانو په دغه ولایت کې د شپې له خوا د مخابراتي شبکو پر فعالیت بندیز لګولی دی. د دوی په وینا، طالبانو مخابراتي شبکو ته خبرداری ورکړی، که هره ورځ د مازدیګر په پنځو بجو خپل فعالیت بند نه کړي، سزا به ورکړي.
د کورونا ویروس چې په نږدې ټوله نړۍ کې خپور شوی، د پیدا کېدو او خپرېدو یې له یوه کاله ډېره موده کېږي. په لومړي ځل د چین د ووهان ښار یو اوسېدونکی پر دغه ویروس اخته شو. که څه هم خلکو د دغه ویروس له خپرېدو وروسته د ټولنیز واټن او نظافت په پام کې نیولو او ماسک اچولو سپارښتنې په پام کې نیولي، خو لا هم په ترکیه کې هره ورځ لسګونه کسان د دغه ویروس له کبله مړه کېږي او سلګونه نور پرې اخته کېږي.
د پوځ په لیکو کې د څلورو قرباني شویو سرتېرو عمر خوړلې مور د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې له خپلو کوچنیو لمسيانو سره په زاړه، کوچني او خټين کرايي کور کې د ژوند شپې او ورځې سبا کوي.
په سړه هوا کې د کور کړکيو او ورونو ته د رخت پردې را ځوړندې دي او واړه ماشومان يې د ګرمې خونې ارمان کوي.
نږدې یوه اوونۍ کېږي چې د تخار د مرکز تالقان ښار او د دغه ولایت د یوشمېر ناحیو د اوسېدونکو کورونه تیاره دي. د تخار د رسنیو مرکز په دې موده کې د برښنا نه موجودیت له کبله له نشراتو غورځېدلی او ډېری کورنۍ هم په تیاره کې ناستې دي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون