نیمروز کې پر نشه‌يي توکو د ۱۹۳ اخته کسانو درملنه شوې

د نیمروز محلي مسوولان وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې یې پر نشه‌يي توکو د ۱۹۳ اخته کسانو درملنه کړې او پرون خپلو کورونو ته لېږدول شوي دي.
د نیمروز د نشه‌يي توکو پروړاندې د مبارزې مدیر جمعه‌خان عثماني سلام‌وطندار ته ویلي چې هڅه کوي، څو دغه ولایت کې پر نشه‌يي توکو روږدي کسان را ټول او درملنه یې وکړي.

هېواد کې د سرطان ناروغۍ د درملنې تخصصي روغتونونه جوړېږي

د عامې روغتیا وزارت د خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې هېواد کې د سرطان ناروغۍ لپاره شته امکانات بسنه نه کوي او دوی په مرکز او د زونونو په کچه د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره معیاري مرکزونه جوړوي.

فراه کې ۹۰ روږدي کسان له درملنې وروسته له زندانه ازاد شول

د فراه د مرکزي زندان مسوولان وايي چې څلور مياشتې مخکې له فراه ښار څخه پر نشه‌يي توکو اخته ۹۰ کسان راټول او د درملنې په موخه يې د دغه ولایت مرکزي زندان ته انتقال کړي وو چې له درملنې وروسته پرون د محلي مسوولان په شتون کې له زندانه ازدول شول.

فاریاب کې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو کمپاین پیل شوی

د فاریاب روغتیايي چارواکي او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې مدیریت مسوولان وايي چې د یاد ولایت مرکز میمنې ښار کې یې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د راټولو کمپاین پیل کړی دی. د فاریاب د روغتیا رییس له دیني عالمانو غواړي چې د نشه‌يي توکو د زیانونو په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

بادغیس کې پر نشه‌يي توکو د روږديو کسانو په زوره درملنه کېږي

محمدعلي د یوه ۲۶ کلن ځوان مستعار نوم دی چې په بادغېس کې اوسېږي او له څو کلونو راهیسې پر نشه‌يي توکو روږدی شوی دی. هغه وايي، پوډر او ښيښه څښوي او لومړی ځل هم په ایران کې د ملګرو په هڅونه پرې اخته شوی دی.
محمدعلي زیاتوي، ایراني ملګرو سره به یې په ګډه پوډر څښول او هغوی به هم په دې کار ستایل چې بالاخره پرې اخته شو.

 فراه کې د روږدو کسانو د درملنې روغتون د امکاناتو له کمښت سره مخ دی

په فراه کې د روږدو کسانو د درملنې د ۱۰۰ بستریز روغتون مسوول عبدالودود نیازی سلام‌وطندار ته وايي چې دوی د ناروغانو د زیاتېدو، د ځای، درملو او خوراکي توکو د کموالي له امله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د نیازي په وینا، دوی خپلې ستونزې له محلي او مرکزي چارواکو سره شریکي کړي او هڅه کوي چې ورته رسېدنه وکړي.

جنرال دوستم د شمال جګړه‌ییز وضعیت د بدلون په اړه ولسمشر ته طرحه سپاري

د ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم چې څه موده وړاندې د درملنې لپاره ترکیې هېواد ته تللي و، پرون بېرته هېواد ته راستون شو او وایي چې د شمال جګړه‌ییز وضعیت په اړه ولسمشر ته یوه طرحه سپاري. د جنبش ګوند ویاند ویلي چې له ولسمشر سره به په دې لیدنه کې د لاسه تللو سیمو د بېرته نیولو لپاره د ولسي پاڅونوالو پر تجهیز هم خبرې وشي.