سرچینه: تخار کې مېشت کومانډو ځواکونو پر طالبانو یو برید هم نه دی کړی
که څه هم له اوونیو راهیسې له ۱۰۰ زیات کومانډو ځواکونه په تخار ولایت کې مېشت دي، خو لا تراوسه یې د طالبانو پر وړاندې کوم عملیات نه دی کړی.
که څه هم له اوونیو راهیسې له ۱۰۰ زیات کومانډو ځواکونه په تخار ولایت کې مېشت دي، خو لا تراوسه یې د طالبانو پر وړاندې کوم عملیات نه دی کړی.
له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د تخار مرکز په تالقان ښار کې سختې جګړې روانې دي چې د دغه ښار اوسېدونکي یې اندېښمن کړي دي.
د تخار د مرکز تالقان ښار یوشمېر اوسېدونکي وايي، بېګاه د دغه ښار پر شاوخوا سخته جګړه روانه وه او خلک د وېرې له کبله له خپلو کورونو نه شوای راوتلی.
د تالقان ښار اوسېدونکی زمری وايي، طالبانو بېګاه له څو خواوو پر دغه ښار برید کړی و او دغه ولایت ته ټولې مواصلاتي لارې تړلې دي. د نوموړي په وینا، که څه هم امنیتي ځواکونو د طالبانو پر وړاندې مبارزه وکړه، خو خلک جګړې اندېښمن کړي وو.
د تخار اوسېدونکي وايي، طالبانو په دغه ولایت کې پر ښځو د ځینو بندیزونو لګولو ترڅنګ، دا ځل د فوټبال له لوبغاړو غوښتي چې د سپورټي جامو له اغوستلو ډډه وکړي او پر ځای یې «وطني جامې» واغوندي.
دوی وايي، طالبانو ورته ویلي چې ښځې حق نه لري، څو له محرم پرته ښار او بازار ته ولاړې شي.
په تخار ولایت کې د وسلهوالو طالبانو له لوري د دغه ولایت د ۱۶ولسوالیو د نیولو په لړ کې نن په کابل کې د دغه ولایت ځوانانو او مدني فعالانو د یوې اعتراضیه غونډې پر مهال وویل چې دغه وضعیت د اندېښنې وړ دی او د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې خلک له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د راپورونو پر اساس له تېرو څلیرویشت ساعتونو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پر امنیتي پوستو او مرکزونو د وسلهوالو طالبانو د بریدونو له امله دغې ډلې د بدخشان کشم، تګاب، وردوج، درایم، یفتل پایین، تیشکان او شهرک ولسوالیو سربېره د تخار ولایت کلفګان ولسوالي هم نیولي دي.
په تخار ولایت کې یوې سرچینې ویلي چې د دغه ولایت په رستاق ولسوالي کې د ولسي پاڅونوالو د قومندانانو د اختلافاتو له کبله دغه ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې ده. سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلاموطندار ته وویل چې د تخار ولایت په رستاق ولسوالي کې د پام وړ ځواکونه ځای پر ځای شوي وو او دغه ځواکونه له هیڅ ډول ستونزې او د وسلهوالو طالبانو له ګواښ سره نه وو مخ.
د ټول هېواد په کچه د امنیتي وضعیت د خرابېدو او یو پر بل پسې د ولسوالیو د سقوط په دوام، په تېرو۲۴ ساعتونو کې په تخار ولایت کې ۶ ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلي دي. په تخار کې ځايي سرچینې سلاموطندار ته وايي، چال، هزارسموچ، ینګيقلعه، خواجه غار، دشتقلعه او نمکآب ولسوالۍ د دولت له کنټرول څخه وتلي او طالبانو نیولي دي.
په تخار کې یوې سرچینې سلاموطندار ته ویلي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت ینګيقلعه، چال او هزارسموچ ولسوالۍ پرته له جګړې وسلهوالو طالبانو ته پرېښودلي. سرچینې ویلي چې وسلهوالو طالبانو بېګاه شپه د تخار چال او هزارسموچ ولسوالۍ او نن سهار یې ینګي قلعه ولسوالي تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.
په تخار ولایت کې یوه باوري سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، سلاموطندار ته وايي چې بېګاه شپه وسلهوالو طالبانو په بشپړه توګه د دغه ولایت بهارک ولسوالي نیولې ده. د سرچینې په وینا، د ملي امنیت، پولیسو او نورو امنیتي بنسټونو ۷۵نظامیان له خپلو وسلو او مهماتو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوي دي. څو اوونۍ وړاندې په دغه ولسوالي کې مېشت امنیتي ځواکونو د مرستندویه ځواکونو غوښتنه کړې وه.
د تخار د ولایتي شورا رییس محمد اعظم افضلي سلاموطندار ته وایي، بېګاه شپه طالبانو د چاه اب ولسوالي پر مرکز پراخ بریدونه کړي چې امنیتي ځواکونه نن چهارشنبه د دغې ولسوالي له ودانۍ او امنیه قومنداني وتلي او د چاه اب نورو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.
د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالي کروندګر او د کرنې رییس وایي، ملخانو د دغه ولسوالي پر شنو فصلونو یرغل کړی دی. دوی له سلاموطندار سره په خبرو کې وویل چې درې اوونۍ وړاندې د امو سیند له هغې غاړې له تاجکستان هېواد څخه ملخانو د تخار ولایت د دشتقلعه ولسوالي د کروندګرو پر فصلونو یرغل کړی او د کروندګرو غلهجات او سبزي یې په بشپړه توګه له منځه وړي دي.
د تخار محلي مسوولان وايي، پرون یې د دغه ولایت د فرخار ولسوالي د «لُژده» سیمې په یوه سیند کې د یوې ښځې او د هغې د درېوو ماشومانو جسدونه موندلي او خاورو ته یې سپارلي دي.
د تخار د فرخار ولسوال سیفالدین مشتاق سلاموطندار ته ویلي، د فهیمې په نوم یوې ښځې دوه ورځې وړاندې په سیند کې د یوې کوچنۍ لور له غرقېدو وروسته ځان او خپل دوه نور ماشومان چې یو یې هلک او بله نجلۍ وه، هم اوبو ته ورغورځولي دي.
د تخار ولایتي چارواکي تاییدوي چې څو شېبې مخکې د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې چاودنه شوې ده.
د دوی په وینا، پېښه د تخار د علماوو شورا د رییس عبدالصمد محمدي پر موټر د چسپکي ماین د چاودنې له کبله شوې ده.
د تخار د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي، د پېښې له ځایه د علماوو شورا د رییس عبدالصمد محمدي جسد او درې ټپیان روغتون ته ور وړل شوي دي.
د تخار ولایت یو شمېر اوسېدونکي د ۱۴۰۰ مالي کال د بوديجې سند کې د یادو شویو پراختیایي پروژو څخه په نیوکې سره وایي، د هر ولایت استازي د هماغه ولایت مسوولیت پر غاړه لري او فکر یې باید تر یو شمېر ځانګړو ولسوالیو محدود نه وي.
د تخار سلګونو اوسېدونکو نن د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې «د بدلون لپاره د خلکو خوځښت» په نوم لاریون وکړ او له حکومت څخه یې وغوښتل چې د کوکچه او تنګي ورسج برښنا بندونه او د تخار هوايي ډګر ورغوي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون