تخار کې طالبانو ښوونځي ته د نجونو د تګ مخه نیولې

د تخار د پوهنې ریاست مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو په دغه ولایت کې ښوونځي ته د نجونو د تګ مخه نیولې ده. د دوی په وینا، د طالب ډلې وسله‌والو د تخار په «قلبرس» او «چایله» سیمو کې نجونو ته د ښوونځي د تګ اجازه نه ورکوي. د تخار د پوهنې ریاست د مسوولانو په خبره، که څه هم یادې ډلې نن سهار د سیمې د خلکو په منځګړتوب د تالقان ښار په «قلبرس» سیمه کې اجازه ورکړې چې نجونې ښوونځي ته ولاړې شي، خو دا ستونزه د بهارک ولسوالي په «چایله» سیمه کې لا پر خپل ځای ده.

تخار کې بې‌ځايه شوي: په ځلونو مو د کډوالو رياست ته عرېضې کړي؛ خو رسېدنه ورته نه ده شوې

د تخار ولايت په ځینو برخو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو د تالقانو ښار او يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي اړ کړي چې خپل کورونه خوشې کړي.

دغه بې‌ځايه شوي چې په کرايي کورونو کې اوسي وايي، له يوه لوري د بې‌کورۍ غم او له بل پلوه يې د ماشومانو د زده‌کړو او درملنې ته نه لاس‌رسی هغه اندېښنې دي چې دوی ترې رنځېږي.

تخار کې د ډاکټرانو له خوا د نه لوستل کېدونکو نسخو پر لیکلو نیوکې

د تخار یوشمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ډاکټرانو له خوا په ګُنګ ډول د نسخو پر لیکلو نیوکه کوي او وايي، ډاکټران داسې نسخې لیکي چې یوازې د هغوی په ځانګړو درملتونونو کې لوستل کېدای شي او له هغو پرته پرې بل څوک نه پوهېږي.

تخار کې ناپېژاندو وسله‌والو د یوې کورنۍ ۲ غړي وژلي

تخار کې ځايي سرچينې او امنيتي مسوولان وايي، دښت‌کلا ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله‌والو دوه ملکي کسان وژلي او يو کس يې ټپي کړی دی.

د دښت‌کلا ولسوالۍ مدني فعال حامد قرلق سلام‌وطندار ته وايي، دغه پېښه چې د يوې کورنۍ دوه غړي په‌کې وژل وي او يو کس ټپي دی د يادې ولسوالۍ «خمدان» سيمه کې شوې.

تخار کې معترضان: له ۹۱ کوډ او بې‌ځايه او سليقوي امتيازاتو نه کم او د ښوونکيو معاشونه لوړ کړئ

په تخار ولايت کې يو شمېر ښوونکيو د حکومتي چارواکيو له لوري د معاشونو د نوې طرحې د نه پلي کېدو په غبرګون کې  اعتراض وکړ. معترضان وايي چې حکومت بايد له ۹۱ کوډ او بې‌ځايه او سليقوي امتيازاتو نه کم  او د ښوونکيو معاشونه دې لوړ کړي.

دغو معترضانو نن د پوهنې وزارت له لوري د نوې طرحې نه پلي کېدو په غبرګون کې لاريون وکړ او په يوه پرېکړه ليک کې يې د يادې طرحې د پلي کېدو غوښتنه يې وکړه.

تخار؛ د امنيتي ځواکونو هوايي بريد کې ۱۲ ماشومان وژل شوي

د تخار ولايت ځايي مسوولان وايي، پر یوې دیني مدرسې د افغان ځواکونو هوايي برید کې ۱۲ ماشومان وژل شوي.

د تخار د والي ویاند جواد هجري د ياد خبر په تاييد سره سلام‌وطندار ته وویل، دغه هوايي برید تېره شپه د مرکز تالقانو ښار ۱۲ کیلومترۍ کې «هزاره قرلق» سیمه کې په تېروتنې سره شوی دی.