د اختر په لومړۍ ورځ د توغندیزونو بریدونو طراح ونیول شو
د کورنو چارو وزارت مسوولان وایي چې د دغه وزارت اړوند د پولیسو ځانګړې قطعې د اختر په لومړۍ ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې پر لمونځ کوونکو د توغندیزو بریدونو طراح له خپلو درېو ملګرو سره نیول دی.
د کورنو چارو وزارت مسوولان وایي چې د دغه وزارت اړوند د پولیسو ځانګړې قطعې د اختر په لومړۍ ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې پر لمونځ کوونکو د توغندیزو بریدونو طراح له خپلو درېو ملګرو سره نیول دی.
د سولې په خبرو کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی سهیل شاهین له اسوشیټډپرس خبري اژانس سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي، دغه ډله به هلته خپله وسله پر ځمکه کېږدي چې په کابل کې د ټولو ښکېلو لوریو له خوا د منلو وړ یو حکومت رامنځ ته شي او د غني حکومت هم له منځه تللی وي. سهیل شاهین وایي، دوی د واک انحصار نه غواړي او ټول باد د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي.
د امریکا متحده ایالاتونو لوی درستیز مارک میلي وایي، که څه هم طالبانو د افغانستان له ۴۱۹ ولسوالیو څخه ۲۰۰ یې نیولي، خو دغه ډله د ولایتونو د نیولو توان او وس نه لري. د امریکا لوی درستیز دغه څرګندونې پرون د دغه هېواد له دفاع وزیر سره په پنټاګون کې وکړې. نوموړي نوموړي همداراز وویل چې امریکا د افغانستان امنیتي وضعیت څاري او د اړتیا د پېښېدو په صورت کې به د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ کوي.
په افغانستان کې د اسټرالیا، ډنمارک، چک، اروپايي ټولنې، امریکا، بریټانیا، جاپان، سوېلي کوریا او د ناټو ملکي استازولۍ په یوه ګډه اعلامیه کې له طالب ډلې غوښتي چې ژرترژره خپل نظامي عملیات ودروي. په اعلامیه کې لیکل شوي چې د طالبانو نظامي عملیات، د خبرواترو له لارې د افغانستان د ستونزو د حل پروسه ناکاموي او د خلکو د بېځایه کېدو لامل کېږي.
که څه هم له اوونیو راهیسې له ۱۰۰ زیات کومانډو ځواکونه په تخار ولایت کې مېشت دي، خو لا تراوسه یې د طالبانو پر وړاندې کوم عملیات نه دی کړی.
د هرات والي عبدالصبور قانع نن په دغه ولایت کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له ولسي پاڅونوالو سره په همغږۍ د طالبانو له لوري پر هرات ښار د بریدونو د مخنیوي لپاره پر چمتوالي بوخت دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز خبرداری ورکړی چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم په دغه هېواد کې د طالبانو بریدونه زیات شوي دي. پرون د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړ غونډه وکړه او دیبورا لاینز پکې د طالبانو د پوځي عملیاتو له ډېروالي خبرداری ورکړ.
د فاریاب محلي سرچینې وايي چې طالبانو بېګاه د دغه ولایت پر قیصار ولسوالي ډلهييز برید کړی چې له کبله یې د دغې ولسوالي د امنیې قوماندان په ګډون، ۱۴ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
د فاریاب د ولایتي شورا غړي نادر سعیدي سلاموطندار ته ویلي چې طالبانو د قیصار ولسوالي د امنیې قومانداني او ښاروالي ودانۍ نیولې دي.
د زابل د ولایتي شورا رییس عطاجان حقبیان سلاموطندار ته ویلي چې بېګاه شپه وسلهوالو طالبانو د دغه ولایت د «شهر صفا» ولسوالي پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې له امله یې د دې ولسوالي د امنیه قومندانۍ د قرارګاه قومندان له څلورو پولیسو سره وژل شوي دي.
حقبیان وایي چې په دې نښته کې ۷وسلهوالو طالبانو هم وژل شوي او یوشمېر سپکې او درنې وسلې یې د امنیتي ځواکونو لاس ته لوېدلي دي.
نږدې دوه اوونۍ وړاندې د کابل ښار دیارلسمې حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې پر سیدالشهدا ښوونځي خونړی برید وه شو چې د ورکړل شویو رسمي شمېرو له مخې، په دغه برید کې څه باندې ۸۰ کسان ووژل شول او نږدې ۱۵۰کسان پکې ټپیان شول. له دغه بریدو وروسته د بشري حقونوخپلواک کمېسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې په افغانستان کې هزاره وګړي له نسل وژنې سره مخ دي او حکومت اړ دی، څو د نړیوالو قوانینو او حقونو پر بنسټ له دغه وګړو څخه ساتنه وکړي.
یوه حکومتي باوري سرچینه وايي، وسله والو طالبانو له نیږدې یوې اونۍ راهیسې الینګار کې پر حکومتي پوستو بریدونه پېل کړي چې تر اوسه دغې ډلې د یوه مرکز په ګډون ۷پوستې له مرګ، ژوبلې پرته نیولي دي.
تر اوسه په دې ولسوالۍ کې د ملي اردو څلور پوستې، د ملي پولیسو دوه او یو ټولی، طالبانو نیولی دی.
ولسي جرګې د امنیت خرابوالي او د امنیتي ځواکونو پر پوستو د وسلهوالو طالبانو پر بریدونو اندېښنه څرګنده کړې ده.
د ولسي جرګې په نننۍ عمومي ناسته کې د دې جرګې غړي وایي، د ناامنیو زیاتوالی او د وسلهوالو طالبانو د بریدونو زور اخیستل د هېواد امنیتي وضعیت د خرابوالي لپاره د خطر زنګ دی او دا د دې ښکارندویي کوي چې امنیتي او دفاعي ادارې د هېواد امنیتي وضعیت د ښهوالي لپاره کوم پلان نه لري.
د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د لوګر ولایت د خونړۍ چاودنې په غبرګون کې د دې سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې له افغانستان څخه ملاتړ وکړي. دې شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د لوګر ولایت مرګونی برید غندلی دی.
طالبانو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د اېستلو په اړه د دغه هېواد له رسمي اعلان وروسته په هېواد کې بریدونو ته زور ورکړی دی.
د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار نن په کابل کې د امنیتي سکتور له مشرتابه سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې طالبانو د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان سره سم خپلو بریدونه ډېر کړي، خو په وینا یې، دا ډله به هېڅکله د جګړې له لارې خپلې موخې ته ونه رسېږي.
د بدخشان، هرات او فاریاب محلي او امنیتي مسوولان په دغو ولایتونو کې د ۱۱ امنیتي ځواکونو د وژل کېدو او ۱۹ نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
د بدخشان محلي سرچینې وايي، طالبانو نن سهار وختي شاوخوا ۳ بجې د دغه ولایت په زېباک ولسوالي کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې برید کړی چې له کبله یې ۸ سرتېري وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې طالبانو د ۱۳۹۹ کال په اوږدو کې نږدې ۲ زره ملکیان وژلي او ۴ زره او ۱۷۴ نور یې ټپیان کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پر خپل ټویټر لیکلي چې یاد شمېر ملکیان د طالبانو په ۹۲ ځانمرګو بریدونو، ۲ زره او ۱۷۴ ماین چاودنو او له ۵۰۰ په ډېرو هدفي ترورونو کې وژل شوي او ټپیان دي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون